ته لا ژوندی يې

ناشر صادق

0 785

د ژوند ښکلا په تمامه مانا نه ده ختمه شوې، ژوند یوازې هغه کسانو ته بدرنګ شوی دی چې د ښکلو فکرونو پر ځای ښکلې څېرې خوښوي او ارزښت ورکوي. کومو کسانو چې د ژوند خوښی لرې ولیدې او مخ یې ترې واړو تر نن ورځ پورې خوشحالي ترې لرې ګرځي، دا هغه کسان دي چې وخت غنیمت نه ګڼي، د ژوند له سختو سره مبارزه نه کوي ، تل غواړي ارامه ژوند ولري؛ مګر د آرامه ژوند لپاره یې هېڅ کله قدم نه دی پورته کړئ او که قدم پورته هم کړي نو د وړو، وړو ستونزو پر وړاندې تسلمېږي، چې ژوند د داسې کسانو لپاره تر ټول بده څېره غوره کوي؛ خو کومو کسانو چې د ژوند هرې ګړۍ سره ګام پورت کړ، وخت یې غنیمت ګڼلی ، خوښي یې د ښکلو څېرو پرځای په ښکلو فکرونو کې ولټوله دوی هره لحظه خوشحاله دي، ښایې ژوند دوی ته ډېر سخت وي او هره لحظه یې له درد سره وي؛ مګر دوی یوه لویه خوشحالي له ځان سره لري داسې یوه خوشحالي چې د نړۍ هیڅ قدرت یې ترې نه شي اخیستلی، دا خوښي د دوی د وجدان ارامښت دی او دا کسان د قوي او پوره ایمان خاوندان دي چې د دې نړۍ سره سره په ابدي نړۍ کې هم بریالي وي .

ای انسانه دا نړۍ یوازې یوه ازموینه ده ، داسې یوه ازموینه چې د ابدې نړۍ ازموینې لپاره تا تېاروي او ستا سرنوشت ټاکي ، نو زما ومنه هغه کار وکړه چې دې نړۍ ته ستا د راتللو لامل ګرځېدلی ، خدای تعالی فرمایې: ( و ما خلقت الجن والانس الا لیعبدون ) ژباړه : ما پیران او انسانان نه دې پیدا کړي مګر د دې لپاره چې زما عبادت وکړي . هو رښتیا هېر مې ول انسانان خو ډېر دي او د هغوی ادیان هم مختلف دي ، همدارنګه ځان لپاره دلیل هم لري چې ولې نورو دینونو پسې روان دي ؛ خو ای مسلمانه ته خو پر دې ایما لرې ، همدارنګه الله تعالی په خپل کلام کې فرمایې : ( ان الدین عندالله الاسلام ) ژباړه : الله تعالی ته تر ټولو غوره دین اسلام دی ، هو اسلام غوره او بهترینه دین دی. نو بیا ولې په پوره توګه ځان پرې نه پوهوي او د شیطان تر شا روان یې ، ولې ؟ زموږ دین کې خو تور او سپين نشته ، که چېرته داسې څه ول نو حضرت بلال حبشي به الله تعالی ته دومره ګران نه وو ، ته خبر یې یوه ورځ د حضرت بلال پر ځای یو بل موآذن آذان وکړ ښه په ښکلي غږ سره ځکه چې کفارو پیغمبر ص ته پیغور ورکړی و چې تاسو همدا یو مواذن لری چې په نیمه ژبه آذان کوي، بلال یې ښودو د همدې لپاره پیغمبر ص بل موآذن وټاکو خو خدای تعالی ته د بلال غږ تر ټولو منلی وو ځکه خو د سهار له آ‌ذان ورسته بیا هم شپه اوږدیده سهار نه کېدو تر هغې چې پیغمبر ص ته وحی وشوه او ورته وویل شول: الله تعالی فرمایې آذان شوی ښه په ښکلي غږ؛ خو دا شپه به تر هغې سهار نشي چې بلال آذان ونکړي، جزاک الله.

نو راځه تور او سپین پرېږده ښکلې فکرونه ولټوه، غربیان پرېږده خپل دین باندې ځان پوه کړه ، دیموکراسي پرېږده اسلامي نظام باندې ځان پوه کړه ، اسلامي نظام پلې کړه ، ته باور وکړه دا ټولې ستونزې به د خدای تعالی په امر ډېر ژر ختمې شي ته یوازې خپل خالق یاد کړه ته یوازې هغه ته رجوع وکړه او بیا وګوره چې ستا ستونزې له تانه څومره لرې ځي ، ورستی خبره دا چې (( کسی که در برابر خداوند زانو میزند، در برابر تمام مشکلات ایستادگی میکند )). ومن الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply