پاکستان د طالبانو منځګړتوب

نوید احمد څرک

0 614

د طالبانو سیاسي دفتر کې سخت اختلافات راپورته شوي او دا اختلافات د پاکستان لپاره دومره د اندیښنې وړ وګرځیدل چې د طالبانو رهبري یې اسلام اباد ته ور وغوښتله.

اختلافات د ملا برادر او شیرمحمد عباس ستانکزي ترمنځ دي چې لا هم دوام لري او هره ورځ د دې احتمال شته چې د قطر دفتر په دوه برخو وویشل شي او له ځینو موضوعاتو پرده پورته شي.

عباس ستانکزی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري یې کوله، د ملا برادر خوښه نه وه او همدا لامل شو چې کله د طالبانو پلاوی له پاکستان څخه ستون شو، سمدستي یې مولوي عبدالحکیم د پلاوي مشر او عباس ستانکزی یې ورته مرستیال وټاکه.

په یوه میاشت کې دا بدلونونه ټولو ته د پوښتنې وړ دي چې څنګه عباس ستانکزی د پلاوي له مشرۍ لیرې او پر ځای یې عبدالحکیم راغی.

یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې د نویو بدلونونو دا نقشه اسلام اباد کې د طالبانو مشرانو ته ورکول شوې او ځینې غوښتنې او سپارښتنې هم ورته شوي دي.

شیر محمد عباس ستانکزی چې د پلاوي له مشرۍ لیرې شوی، د ستانکزي له سخت غبرګون سره مخ شوی او د ده ډله ټول په دې تړاو خواشیني او اندیښمن دي.

د ستانکزي او ملا برادر اختلافات د قطر په دفتر کې بیخي جدي دي، ستانکزی د ملا برادر په اړه ځینې پوښتنې لري چې باید ځواب شي، خو هیڅوک ورته ځواب نه وایي.

لومړی دا چې که ملا برادر په رښتیا هم د پاکستان په سخت ترینه زندان کې اوسیده او هیچا سره یې د ملاقات چانس نه درلوده، نو بیا ولې ۷ کلنه او دوه کلن اولادونه لري، په داسې حال کې چې د هغه لس کاله په زندان کې تېر شول.

دویم دا چې که ملا برادر په رښتیا پاکستان کې زنداني و، بیا یې دویم واده کله کړی چې له هغې میرمنې یې هم یو اولاد شوی دي.

دریم دا چې عباس ستانکزی له ملا برادر د هغو پيسو سپیناوی او حساب غواړي چې امریکا د ملا برادر له زنداني کیدو وړاندې هغه ته ورکړې وې.

دا درې سوه میلونه امریکایي ډالر دي چې ملا برادر په تحریک کې لږې مصرف کړي او نورې يې خپله حیف و میل کړي دي.

د عباس ستانکزي تر څنګ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند  سهیل شاهین هم د ویاندوی له دندې لیرې کړی او پر ځای یې وردګ معرفي کړی دی.

دا بدلونونه په ټوله کې د طالبانو د جنګي قومندانو له سلا پرته شوي او ټول په دې تړاو اندیښمن دي چې قرباني دوی ورکوي، خو امتیازات یې مشران اخلي او دوی هیڅ جریان کې نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply