د افغانستان بدخشان د واخان سیمه پاکستان او چین ته ولی اهمیت لری؟

اخترمحمد یوسفی

965

افغانستان اوس د خپل د موجودیت تاریخ  د ورانولو په ډیرو هغه خطرناک پړاو او شیبو کښی قرار لری چی ددی توطیو مخنیوی سرښدنه او لویه قربانی غواړی. ددی توطیو څخه مخنیوی د هرافغان وکړی ایمانی، وجدانی او ملی دنده ده. افغانستان اوس نور تر هر وخت د هیواد د دښمنان لخوا د طالبانو د سرپرست حکومت په نامه غښتلی او پر موږ مسلط دی.         

اوس پاکستان کولای شی چی په ډیر آسانی سره زموږ هیواد راته ژر وران او نابود کړی.  د افغاتستان د خلکو دښمنان غواړی په هر بیه چی وی، دافغانستان دبدخشان واخان سیمه، د طالبانو په مرسته لاس ته راولی. پاکستان د افغانستان پر ضد د خپلو شومو اهدافو په لړ کښی د ۱۹۸۰ میلادی کلونو په سر کښی ددی پروژی د کار پلان تر لاس لاندی نیولی دی.  

پاکستان ددی پروژی د كار د سرته رسیدو دپاره په لومړنی پړاو کښیبی د ثباتی لپاره جهادی تنظیمونه یی د افغانستان د بدخشان په ولایت کښی د چینیانو د ایغور د مذهبی ډلی د مخنیوی په نامه، د چین په مالی مرستو سره د خپل د استخباراتو پواسطه یو شمیر افراطی مذهبی ډلی یی د افغانستان د بدخشان په ولایت، او د واخان په سیمه کښی روزلی دی.

  د پاکستان همغه روزل شوی افراطی مذهبی ډلی همدا اوس په بدخشان او واخان سیمه  کښی د طالبان به لیکو کښی فعاله ونډه لری. پاکستان د افغانستان د ورانولو د پروژی په دویم پړاؤ کښی د امریکا-ناټو د شل کالنی اشغال په دور کښی د امریکایی مخکښ دیپلوماټ زلمی خلیلزاد په کمک، د افغان د اشغال د دوران د مشرانو د حکمرانی پر وخت، د هیواد د تاریخ د مردار او کرعړنی څهرو په مرسته،  لکه حنیف اتمر او داسی نور دوه مخی اجنټانو پذریعه د افغانستان د خاوری په د ننه کښی پاکستانیانو خپل اغزن دیوال د ډیورند د فرضی کرښی څخه را پدی خوا جوړ کړیدی.

تصادفی كار نه دی، چی د افغانستان د ورانولو د دریم پړاو په ترځ کښی د طالبانو د بهرنی چارو د سمبالولو سرپرست وزیر امیرخان متقی چی د طالبانو په مشرتابه کښی د پاکستانی استخباراتو تر ټولو د طالب په مشرانو کښی د پاکستان باوری اجنیټ دی، د د افغانستان په هکله د ازبکستان د تاشکند د غونډی او د شانکهای د تړون د هیوادونو د سرمشریزه د غونډی څخه  د مخه د افغانستان بدخشان ولایت واخان سیمی ته سفر کړیدی.              

چین، پاکستان او د جنوبی آسیا هیوادونه د مرکزی آسیا پریمانه انرژی ته اړتیا لری. افغانستان خاوره د مرکزی آسیا څخه و جنوبی آسیا یواځنی لنډه لاره ده. پاکستان او چین دواړه هیوادونه غواړی چی د واخان د لنډ لاری پواسطه ځانونه و مرکزی آسیا ته ورسوی. پاکستانی واکدارانو تل افغانستان یی ځپلی دی،  هیڅکله پر افغانان د راکړی او ورکړی باور نلری. پاکستان غواړی چی د چین په مالی مرسته د واخان پروژه سرته ورسوی.

 پاکستان  نه غواړی چی د مرکزی اسیا څخه د سوداګری او انرژی تجارت انتقال د افغانستان دلأری څخه و جنوبی آسیا ته تیر شی، پاکستانیان نه غواړی چی افغانستان اقتصاد پیاوړی شی، افغانستان د ترانسپورتی انتقالاتو محصول، د تاجایی ګټه و افغانستان ته  ورکړی. د واخان لنډه لاره چین او پاکستان ته ډیر زیات اهمیت لری.

پاکستان، او ایران تل د افغانستان پر ضد د خپلو شومو اهدافو دپاره زموږ هیواد بی ثباته کړیدی، جهادی تنظیمونه، طالبان او یا داعش سره مرسته کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.