د دین او مذهب په نوم د طالبانو د جنایتونو دوام

نوید احمد څرک

0 602

طالبان چې اوس د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نه لري، غواړي د ۳۰۰ زندانیانو لپاره هره ورځ لسګونه ملکي وګړي قرباني کړي.

د طالبانو ۳۲۰ پاتې زندانیانو باندې بهرنیان ملاحظات لري، ځکه د هغوی سرتیري یې وژلي دي، خو له دې سره سره حکومت خبرې کوي چې څنګه کیدلی شي، خپلو بهرنیو متحدینو ته قناعت ورکړي چې دا زندانیان خوشې او طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه و نه لري.

خو طالب د دې پر ځای چې څو ورځې د خلکو له قتل او قتال راوګرځي، خپل وروستي باردو ته چاودنه ورکوي او وسلو کې پاتې مرمۍ په خلکو باندې سړې کړی.

طالب د جګړې شوق لري، د جګړې له درکه پيسې لاس ته راوړي او د جګړې په روحیه روزل شوی دی، نو ځکه یې پرته له ویني تویولو یوه ورځ هم نه تیریږي.

تاسو ولیدل چې د سه شنبې په ورځ یې بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې موټر بم برید وکړ چې په پایله کې یې زموږ ۶۰ هېوادوال شهیدان او ټپيان شول.

تاسو به خواله رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې لیدلي وي چې د ملکي وګړو کورونه یې څومره زیانمن کړي دي.

تاسو به د عیني شاهدانو او ځایي خلکو خبرې اوریدلي وي چې د دې برید د زیانونو په اړه یې کړې وې.

تاسو به دا هر څه لیدلي وي، خو له دې ټولو سره سره طالبان په سپین سترګۍ سره برید ته اسلامی توجیه لټوي او دا برید انساني بولي.

دا او دې ته ورته بریدونه هیڅ انساني توجیه نه لري، خو طالبان یې ان اسلامي توجیهات ورته لټوي.

طالبانو کلونه له دین څخه د سپر په توګه کار واخیست، دا دین یې ټوله نړۍ کې د تاوتریخوالي دین معرفي کړ، خو څه یې لاس ته راوړل، پرته له دې چې عام خلک یې ووژل، وطن یې وران کړ، خپله او نور خلک یې در په در کړل.

طالب له جګړې هیڅ لاس ته نه دی راوړي او نه به یې له دې وروسته لاس ته راوړي، طالبانو ته جګړه سوداګري ده او پرته له جګړې هیڅ کاروبار کې ورته داسې ژوند نه برابریږي.

یواځې د غریبو خلکو اولادونه او عام خلک د جګړې قرباني کوي، خو دا جګړه اوس ټول ملت او نړیوالو ته روښانه ده چې د ګټو او واک پر سر جګړه ده چې زیان یې افغانان ویني او ګټې یې پنجابیان، ایرانیان او روسان وړی.

دا ورځ راتلونکې ده چې طالب به د دې حساب ورکوي، که په دې دنیا یې ور نه کړ، هغه دنیا خو شته چې طالب به د یو یو قتل حساب ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply