ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او يو پنځه نفري تخنيکي پلاوی له وړاندې دوحې ته رسېدلی دی.

افغان پلاوی داسې مهال قطر ته سفر کوي چې لا تر اوسه د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته د طالبانو تللی پلاوی لا هم په پاکستان کې دی او بېرته قطر ته نه دي ګرځېدلي.

تېره ورځ پاکستان اعلان وکړ چې د افغان حکومت په غوښتنه په طالبانو بنديزونه لرې کوي او دوی د سولې پروسې سره همکاري کوي‌.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه ته زنګ وهلی او د مخامخ مذاکراتو په جزياتو دواړو لوريو خبرې کړې وې.