د حکومت مذاکراتي ټيم سبا دوحې ته ځي

0 600

د سولې وروستي جزيات دا دي چې سبا (شنبه) به د حکومت مذاکراتي ټيم د قطر دوحې ته روان شي.

د جمعې ورځې تر غرمې پورې معلومات همدا و چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مسوول ملا برادر په پاکستان کې ايسار پاتې و او پاکستان د خپلو شرايطو مطرح کولو لپاره ساتلي و، چې له همدې امله د طالبانو مذاکراتي ټيم نيمګړی و، نو افغان حکومت هم خپل ټيم قطر ته نه استوه.

دا معلومه نه ده چې ايا برادر قطر ته رسېدلی دی او کنه، خو حکومتي سرچينې وایي، پلاوی به سبا د شنبې په ورځ قطر ته روان شي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پرانېست غونډه کې به د حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله هم برخه واخلي او دغه راز بهرني څارونکي ټيمونه هم قطر ته د رسېدو په حال کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply