تاوتریخوالی د طالبانو جامه ده

نوید احمد څرک

0 629

هره ورځ خلک غونډې کوي، لاریونونه کوي، اعتراضونه لري چې د سولې خبرو تر پيل دې تاوتریخوالی کم شي، تر څو رامنځ ته شوی فرصت له منځه لاړ نه شي.

خو طالبان د دې پر ځای چې د خلکو غږ واوري، مشکل درک کړي، وینه ودروي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او درګرده لوی بریدونه کوي.

د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه د دې لپاره ده چې طالبان دې د ډله ییزو وژنو بریدونه ودروي، لوی موټر دې له باردو نه ډکوي، ځکه د هر موټر بم برید ملکیان قربانیان دي چې مالي او ځاني زیانونه ورته اوړي.

که طالبان د افغان ځواکونو هر مرکز باندې موټر بم برید کوي، شاوخوا خلک ورسره زیانمن کیږي، نو له همدې کبله ټینګار دا دی چې نباید ستر بریدونه وشي.

که طالبانو په تاوتریخوالي ګټلی، نو تیرو کلونو کې به یې یوه لاس ته راوړنه خو درلودلی، یواځې دا چې زیات خلک یې ووژل، زیات یې بې کوره کړل، زیات یې معلول کړل او زیات نور در په دره کړل.

تاسو ولیدل چې د سه شنبې ورځ سهار یې پکتیا ولایت کې د عامه نظم ساتنې پولیسو یو مرکز باندې موټر بم برید وکړ چې ملکي وګړي پکې هم زیانمن شوي و.

طالبان خو موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي، نور یې کیسه کې نه دي چې د چا خونه به پرې ورانیږي او څومره وینې به پرې توی کیږي.

طالبان په دې ډول بریدونو سره یواځې د هغو هېوادونو حق ادا کوي چې طالبانو ته پيسې او امکانات ورکوي، تر دې هاخوا طالبان هیڅ لاس ته راوړنه له دې بریدونو نه شي درلودلی.

دا چې خلک د سترو بریدونو د بندیدو او تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه لري، دا له دې کبله چې که طالبان لږ په خلکو زړه وسوځوي او نور له وینې تویدنې راوګرځوي.

طالبان په مخامخ جګړه کې هيڅ نه شي کولی، له مرګ ژوبلې سره مل هر برید یې ناکام وي، یواځینی موټر بم برید دی چې د عامو خلکو په سیمو کې یا امنیتي مرکز ته نږدې سیمه کې ورته چاودنه کوي او نسل وژنې پرې کوي.

طالبان په مخامخ جګړه کې مقابل لوري او ملکي وګړو ته تلفات نه شي اړولی، یواځینی د سړک غاړې ماین چاودنې او موټر بم بریدونه دي چې طالبان پرې بریالي کیږي او ډير کسان شهیدانوي او ټپيان کوي.

له همدې کبله خلک غواړي چې ماین چاودنې او ستر بریدونه چې ملکي وګړي یې قرباني دي، باید بند شي او د دې پر ځای سوله باندې تمرکز وشي.

اوس چې تر بل هر وخت دواړه لوري سولې ته نږدې شوي، طالبان هڅه کوي چې خپل باردو او ځآنمرګي ختم کړي چې بیا به یې پکار را نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply