خټک: د پاکستان پوځ قصدي بلوچستان نا امنه کوي

0 661

د پاکستاني ځواکونو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي محسن د نيول کیدو په غبرګون کې پښتون سياستمدار افراسياب خټک وايي، پوځ په قصدي ډول بلوچستان ناامنه کوي.

د نوموړي په وينا، په کوټه کې د پارلمان د غړي محسن داوړ نيول کېدل او بلوچستان ته له داخلېدو څخه د هغه مخنيوی د حکومت هغه غير قانوني او غير ډيموکراټيکه رويه ښيي.

افراسياب خټک وايي، پوځ په قصدي ډول بلوچستان غير قانوني او ناامنه سيمه ګرځوي.

په دې وروستيو کې د پوځ او استخباراتو د پلان مطابق په بلوچستان کې بيا د طالبانو د راپورته کولو کار پيل شوی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پوځ د دې پروژې خلاف راپورته کېدو له امله د پاکستان پوځ او استخباراتو په دې غورځنګ محدوديتونه زيات کړي او تازه يې محسن داوړ هم له همدې امله نيولی دی تر څو دوی له خپلو کړنو بېرته پر شا کړي او پرې فشار راوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply