د فېسبوک ادارې د معلوماتو پر اساس، دوی ۱۰۳ ویبسایټونه، ۷۸ ګروپونه، ۴۵۳ شخصي اکاونټونه او ۱۰۷ انسټاګرام حسابونه د مشکوکو فعالیتونو له امله تړلي دي.

د فېسبوک ادارې په وینا، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دغو حسابونو ناسمه رویه درلوده او له وړاندې یې ورته خبرداری هم ورکړی و، خو فعالیتونه یې اصلاح شوي نه وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ په ټولنیزو شبکو کې د بلوچانو او پښتنو د وژل شویو غړو بوږنوونکي تصویرونه د دې لپاره خپرول چې نور پرې ووېروي او ښایي لوی دلیل یې همدغه د وحشت، ترور، وېرې او رواني امنیت ته ګواښ پېښول وي.