د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، تر څو پورې چې وسله وال طالبان له نورو ترهګرو سره اړیکې او ملګرتیا پرې نه کړي، دوی به له افغانستانه خپل سرتېري بهر نه کړي.

هغه له بریت بارد خبري سایټ سره خبرو کې زیاته کړې ده چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو ویستل د القاعده ډلې په ګډون له ترهګروو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو، د سولې خبرو ته د طالبانو د ننه کېدو او د ورانکاره کړنو مخینوي سره تړاو لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ځيني کړۍ نه غواړي چې پورته موخه ترلاسه شي.

د هغه په وینا دا کړۍ غواړي چې امریکا متحده ایالاتونه شل کاله نور هم افغانستان کې ښکېل پاتې شي، خو طالبان او افغان حکومت مسوولیت لري چې د دغه حالت مخه ونیسي.

پامپیو څرګنده کړې ده چې د طالب مشرانو سره یې لیدنه کې، هغوی ته ویلي دي چې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت راولي.