د مذکراتو په اړه د جمهوریت د پلاوي وضاحت

عبدالمنان توحیدیار

0 782

د قطر ناسته چې د شنبې په ورځ پيل شوه، په دویمه ورځ د یکشنبې ورځ د مصالحي عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله او د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي خبریالانو ته مالومات ورکړل.

د مصالحې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله وویل، د افغانستان دخلکو غوشتنه دا ده چې تاوتریخوالی دې ژر تر ژر پای ته ورسیږي، په دې موږ خبرې کوو او د اجنډا سره سم به دواړه لوري بحثونه پرې وکړي.

هغه وویل چې زموږ د ټيم روحیه ډیره پیاوړې ده، دا مالومه ده چې د هغوی او زموږ نظرونه سره توپير کوي او په دې به بحثونه کوو چې یو متفقې پریکړې ته ورسیږو.

عبدالله وویل، په یوه او دوه ورځو دا مشکلات نه حل کیږي، خو لومړی قدم چې خلک یې غوښتنه لري، د تاوتریخوالي کمیدل دي. د اوږدې جګړې پای ته رسیدل په څو ورځو کې نه کیږي.

هغه ډاډ وښود، څومره چې تاوتریخوالی کمیږي، هغومره د افغانانو تمه له دې پروسې زیاتیږي، جګړه کې هیڅ لوری نه بریالی کیږي، یواځې همه شموله خبرې کولی شي چې ټولې خواوې بریالۍ کړي.

عبدالله وویل،  موږ دا فکر نه لرو چې ګنې مذاکرات دې وځنډيږی، اختلاف نظر دواړه خواووې لري، خو د حل لارې هم شته چې بحثونو کې یوې پایلې ته رسیدلی شو.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، کارکیږي چې کوم مسایل اسانه دي چې ژر پریکړه پرې وشي، کوم مسایل پیچلي دي، چې زیات بحثونه پرې وشي، خو دا هر د مذاکرې پر میز حل کیدونکي دي.

عبدالله دغه راز وویل، اوس یو فرصت رامنځ ته شوی او نباید دا فرصت له لاسه ووځي، امریکا او قطر په دې کې ډيرې هڅې کړي چې دا زمینه یې برابره کړه چې خبرې پيل شي.

هغه اندیښنه وښوده، که دا فرصت له لاسه ووت، زیان به یې بیا افغانان ګوري او د دې مذاکرتو په تړاو پریکړه به هم ملت کوي.

دغه راز د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، اساسي خبره داده چې د پيل مراسم پای ته رسیدلي، کمیټه جوړه شوې، لومړني تفاهمونه شوي، کوم موضوعات لومړی دی او په کومو اصولو مخې ته ځو، نن د دواړو لورو کاري ورځې دي په دې کار کیږي.

هغه وویل چې مذاکراتو کې پیچومې لري، اختلاف نظر وي، خو زموږ لومړیتوب د افغانانو دی چې موږ ته یې مشورتي لوی جرګه کې راکړي، دا د موضوعاتو روح جوړوي.

هغه طالبانو ته وریاده کړه چې یوه نړیواله ژمنه شته چې تاوتریخوالی به پای ته رسیږي، دا سم کار نه دی چې هم میز ته ناست یو او هم افغانان وژل کیږي.

هغه وویل، موږ د دې لپاره چې د سولې پروسه پيل شي، موږ زندانیان خوشې کړل، دا مو د یوې ژمنې په اساس خوشې کړي دي.

ستانکزي ډاډ وښود چې خبرو کې یوه مثبته روحیه وه، وړاندې له دې چې جنجالي بحثونو ته لاړ شي، فضا ډيره ښه وه. که په دغه روحیه مخکې لاړ شو، ښه پایله ورکوي، دواړه لوري مسوولیت لري چې جګړه پای ته ورسوو.

هغه وویل، موږ دلته مشورې کوو، هغه تصمیم چې موږ یې پریکړه نه شو کولی، د اسلامي جمهوریت نه مشوره اخیستل کیږي او هغوی تصمیم نیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply