د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنوکې د نوموړي ډموکراټ سيال جوبايډن تېره شپه په يوه ټلوېزيوني مناظره کې سره مخ شول.
دا منظره چې په اوهايو ايالت کې په ځايي وخت د شپې نهه بجې پيل شوه، پکې د سترې محکمې، له کرونا سره پر مبارزې، اقتصاد او د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د جرايمو زياتېدو پر عمده مسايلو بحث وشو.
د اقتصاد په برخه کې په برخه کې جوبايډن ولسمشر ټرمپ وننګوه چې ولسمشرۍ ته د نوموړي په راتګ سره په امريکا کې د بې روزګارۍ کچه زياته شوې ده. نوموړي زياته کړه چې ولسمشر ټرمپ د واک په لومړيو درېيو کلونو کې خورا لږه انداره کاري فرصتونه رامنځته شوي. په داسې چې د نوموړي په خبره د مخکني ولسمشر بارک اوباما په وروستيو درېيو کلونو کې د کاري فرصتونو د اېجاد دغه کچه تر دې په مراتبو لوړه وه. بايډن وايي، د کرونا اپېډمۍ په خورېدو سره د ۲۲ميليونه کاري فرصتونو له ډلې نيمايي هغه يې د قرنطين په موده کې له منځه تللي چې دې چارې په امريکا کې پر د بې روزګارۍ پر کچې ډېر تاثير کړی دی. خو ولسمشر ټرمپ بيا دا ردوي او وايي چې د قرنطين تر ماتولو وروسته يې په امريکا کې د بې روزګارۍ کچه له ۱۴.۷ سلنې ۸.۴ ته راټېټه کړې ده. که څه ولسمشر ټرمپ د مناظرې پرمهال د بايډ خبرې پرې کولې خو په ځينو نورو مواردو کې هم د نوموړي له نيوکو سره مخ و.
بايډن تور پورې کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره له کرونا سره د مبارزې په هدف به هېڅ واضېح پلان نه لري خو ټرمپ وايي چې په نږدې موده کې به سلګونه ميليونو کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق کړي. ولسمشر ټرمپ بيا د خپلو نيوکو په ترڅ کې د جوبايډن سياسي تګلاره نېمګړې وبلله. ده پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې له پراخ ګډون سره سره يادې ټاکنې په جدي توګه و هم څاري. د تېرې شپې دا مناظره پوره ۵ اوونۍ د امريکا تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندې تر سره شوه. ټاکل شوې چې د اکټوبر په ۷ مايک پېنس او کامالا حارث هم په يوه مخامخ مناظره کې يو بل نقد کړي.
په اوس کې له ماليې د ولسمشر ټرمپ د تېښتې موضوع ډېره ګرمه شوې ده. د راپورونو له مخې نوموړي په ۱۵ کلونو کې د ۱۰کلونو ماليه نه ده ورکړې. د دې موضوع را برسيره کېدل ښايي په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په زيان وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320