افغان ځواکونو یو ځل بیا شپني هوايي “لیزري” عملیات ترسره کړل

0 628

افغان هوايي ځواکونو له درېیو کلونو وروسته یو ځل بیا له خپلو «اې ۲۹» جنګي جیټ الوتکو په استفادې پکتیا ولایت کې شپني پرمختللي “لیزري” ضربات اجرا کړي دي.

د هېواد د هوايي ځواکونو په عمومي قوماندانۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دا عملیات وړمه شپه ۱:۳۰ بجه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبلو دره کې ترسره شوي دي.

سرچینې وویل، ” طالبانو په ډنډ پټان ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو په یو بېز چې هغه کې ۱۰۰ سرتېري موجود وو، ډ‌له ییزه حمله وکړه، دا چې د بېز د سقوط او د سرتېرو د تلفاتو احتمالات زیات وو، افغان هوايي ځواکونه اړ شول چې له لیزري بمونو استفاده وکړي او د طالبانو برید په شا وتمبوي.”

سرچینه وایي، دې هوایي بریدونو کې د بېز کلابندي ماته او د طالبانو ډلې ۲۳ غړي وول، ۱۷ يې ټپیان کړل، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ورته له منځه یوړل.

افغان ځواکونو درې کاله وړاندې هم په لومړي ځل ارزګان ولایت کې شپني لیزري عملیات ترسره کړي وو، چې هلته یې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ملي دفاع وزارت د لیزري برید په اړه څه نه دې ویلي، خو زیاتوي چې وړمه شپه ډنډ پټان کې یوازې جګړه شوې ده.

افغان هوايي ځواکونو ټولټال ۲۰۰ بېلا بېل ډوله الوتکې لري چې اکثریت یې جنګي دي او په جګړو کې ترې استفاده کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply