طالبانو ویلي، د ډونالډ ټرمپ صحي وضعیت ته اندېښمن دي او هیله لري چې د ژر روغېدو تر څنګ راتلونکې ټاکنې هم وګټي؛ خو د سپینې ماڼۍ یو ویاند د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ټرمپ د طالبانو ملاتړ ته هېڅ اړتیا نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له سي بي اس ټلویزیوني چینل سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې، چې د ټرمپ د کرونا د خبر اندیښنه لري او هم زیاتوي چې موږ په ټاکنو کې د ټرمپ د بریالیتوب پلوي کوو او که چېرې ټرمپ ټاکنې وګټي، ښايي له افغانستانه ټول سرتېري وباسي.
د طالبانو په وینا، له افغانستانه د سرتېرو ایستل د ټرمپ غوره دریځ دی او باید په خپل دریځ قایم و اوسي.
دا په داسې حال کې دی چې ټرمپ په کرونا اخته شوی او احتمال د دې هم زیات دی چې ممکن د امریکا په سږنیو ټاکنو کې ناکام شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320