رحمت الله قریشي د افغان کرکټ بورډ د اجراییه مشر ټاکل شوی

0 1,118

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې رحمت الله قریشي د آزادې سیالۍ له لارې د کرکت بورد د نوي اجراييه مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورد وايي چې رحمت الله قريشي د يوې آزادې سیالۍ له لارې د کرکټ بورډ د اجراييه مشر په توګه ټاکل شوی او له دغې پروسې د کرکټ نړيوالې شورا یا (ICC) استازي هم نظارت کړی دی.
د کرکټ بورد د رسنيو مسئول حکمت حسن  وویل چې دا پروسه په خورا شفاف ډول ترسره شوې او د کرکټ نړېوالې شورا یا (ICC) استازي سربېره د افغانستان د کرکټ بورد د رهبرۍ ټولو غړو ترې څارنه کوله.
حکمت حسن زياته کړه، په دغه سیالۍ کې شاوخوا ۴۵ کسان کانديدان ول چې له دغې جملې شپږ کسان پکې شارټ ليست شول او په پای کې رحمت الله قريشي د غوره نوماند په توګه د اجراييه ریاست مشر په توګه و ټاکل شو.
بل پلو د افغانستان کرکټ بورد لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې رحمت الله قريشي یوه غوره مدیر دی او له بېلابېلو ملي او نړيوالو ادارو سره شا وخوا ۲۳ کلنه تجربه لري. د خبرپاڼې پر بنست،  نوموړی د عامه ادارې او عمومي مدیریت په برخو کې دوه ماسټرۍ لري چې سربېره پر دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بېلابېلو علمي لنډمهالو کورسونو کې  ګډون کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply