شيخ يوسف قرضاوي : افغان جګړه مشروعيت نه لري

سيد حسين پاچا

0 858

شيخ يوسف قرضاوي :

افغان جګړه مشروعيت نه لري

زموږ جګړې له پيله باطله او هېڅکله يې مذهبي مشروعيت نه درلود

زموږ جګړه له پيله ”نصيرالله بابر ته د انجنير حبيب الرحمان له ورتګه“ تر ننه راباندې راتپل شوې او د پاکستان د بقا او ناولو موخو ناسيده جګړه ده

نوټ : د شيخ يوسف القرضاوي په تاييد دومره روښانول اړين بولم – که موږ له پيله تر ننه ورته ځير شو، نو زموږ جنګ مذهبي (ديني) صبغه نه لرله او نه يې لري، خو دا چې د ټولنې سياسي – اسلامي پوهاوی کمزوری وو او ولس سوچه مسلمان وو، نو زموږ له مذهبي احساساتو ناوړه ګټه پورته شوه او د پرديو ناروا جګړه راباندې د مذهب په نوم راوتپل شو او تر ننه لا روانه ده. موږ پر خپل روا او مشروع سياسي حق باندې وژل کيږو او هېواد وهېودوال مو په دوامداره وژل کيږي، ملي شتمني مو لوټتالان او د عامه خير ښېګڼې ټول بنسټونه، روزنيز مرکزونه، سړکونه، برېښناکوټونه ان تر جوماتونو پورې مو هېڅ خوندي نه دي او د اور خوراک شول. دا ځکه چې ((کابل بايد وسوځول شي)).

د حکمتيار، رباني او مسعود مخينه و د پاکستان اسلامي نظام

 
د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره سياست و دين يو له بل سره غوټه خوړلې او حکمتيار د بابر چرګوړی لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. حکمتيار بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.
 

نصيرالله بابر :

((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی. هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))

د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

د پروېز مشرف کتاب

د اور په ليکه

In the Line of Fire

پروېز مشرف :

کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :

يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟

پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.

هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي. له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.

مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.

هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.

مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.

مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.

هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.

مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.

کرنيل امام :

نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته چريکي جګړه ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ځانګړې پالېسۍ جوړولو او کار کولو پلان ته ټټر وواهه.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام :

((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)).

جنرال اختر عبدالرحمان :

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

by Praveen Swami
/ The Hindu

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

د جګړې پټ اړخونه :

د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.

هغه شرطونه په دې ډول دي :

  • لومړی شرط :

پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.

  • دويم شرط :

د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.

  • درېيم شرط :

د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،

  • څلورم شرط :

پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،

  • پينځم شرط :

افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.

  • شپږم شرط :

د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.

  • اووم شرط :

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.

  • اتم شرط :

که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.

  • نهم شرط :

د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  • لسم شرط :

هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.

  • يولسم شرط :

د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

 

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې زه افغان نه يم، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

 

=-=-=-=

طالب راته په دې نازيږي او خپل تړون راته د حُديبې له سولې او تړون سره ورته بولي.

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

پروېز مشرف :

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brough me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper:

  1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments though Pakistan, and end all logical support for Bin Laden.
  2. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.
  3. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personal to conduct all necessary operations against the preparators of terrorism and those that harbour them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.
  4. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.
  5. Continue to publicly condemn the terrorist acts September 11 and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies, and curb all domestic expressions or support [for terrorism] against the United States, its friends, or its allies.
  6. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military, offensive capacity or to abet a terrorist threat.
  7. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbour him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

شننه

د شيخ يوسف القرضاوي د څرګندونو په تاييد موږ ته الله تعالی عقل (پوهه) او ادراک کړی چې څنګه ښه او بد يا په بله مانا مشروع ونامشروع (حل وحرام) سره جلا (تميز) کړو، خو دا د ټولنې د سياسي – اقتصادي ستراتيژيک او اسلامي پوهاوي ژوره اړتيا لري چې حق وباطل سره جلا کړي. له بده مرغه موږ لا تر اوسه دغه ستونزه لرو. نړيوال زبرځواکونه او نړيواله ټولنه او سيمه ييز لوبغاړي هم ژور دخيل دي او هر څوک د خپلو موخو د ترلاسه کولو او تأمينولو لپاره له هر ډول نيرنګ او تکتيکه کار اخلي او خپله نامشروه جګړه يې راباندې راتپلې ده. له طالب ومجاهد او داعشه نيولې تر اسلامي ونااسلامي نړۍ پورې ټول پوهيږي، خو منښته يې څوک نه کوي. دا نه يوازې د واک لپاره، بلکې د نورو د نامشروع ګټو د تأمين او نفوذ جګړه ده چې بلهاريان يې يوازې او يوازې افغان ولس دی.

وړانديز :

له دې امله زه ټولو هېوادوالو په تېره د ټولنې په ځوان قشر او روزنيزو بنسټونو غږ کوم چې هوښيار او متوجه اوسي. د اوسني نظام له دې سره سره چې هر ډول هر اړخيزې نيمګړتياوې لري، ولې بيا هم لله الحمد والمنة چې يو څه لرو. دا که څوک يې اداره بولي او که حکومت، خو د ټولو اسلامي، سياسي، اقتصادي، کلتوري او اخلاقي ارزښتونو سره سره يا په بله مانا په ټولنه د نظام وحکومت ملاتړ پر موږ لازم وملزوم دی چې په هر سنګر او هره نقطه کې ترې بايد په ټينګه ملاتړ وشي.

موږ ته دې څوک هسې بېځايه اذانونه نه کوي. داسې باطل (مردود) اذانونه هېڅ ځای نه نيسي.

عمران خان: د کابل راتلونکی دولت دې هند ته د پاکستان پرضد عملياتو اجازه نه ورکوي

په درنښت

سيد حسين پاچا

شيخ يوسف قرضاوي وايي افغان جګړه مشروعيت نه لري

https://www.taand.com/main/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%86%da%93%db%8d-%d8%af-%d8%af%db%8c%d9%86%d9%8a-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%db%90-%d9%85%d8%b4%d8%b1/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply