اروپايي ټولنه: د سولې پروسې په جريان کې بايد اوربند وشي

0 642

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې روان وضعيت ته په پام د اوربند اړتيا په جدي توګه احساس ده او دا اوربند بايد د سولې روانې پروسې په جريان کې وي، نه د هغې په پايله کې.

دا څرګندونې پرون ناوخته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا په خپل ټوېټر کې کړي دي. نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو او د جګړې له منځه وړلو په هدف اوربند کول د افغانانو او نړيوالو ګډه غوښتنه ده او هر څه ژر بايد په دې برخه کې اقدام وشي.

کوبيا په دې اړه زياته کړې: «اروپايي ټولنه نه‌غواړي چې د سولې پروسه مو د اوربند پر لور بوځي. ځکه کېدای شي دا یوه لرې نېټه وي، خو هغه اوربند چې د سولې له بهیر سره یوځای وي، باید همدا اوس وشي.»

په دې وروستيو کې د جګړې ګراف زياتوالي ته په کتو په کور دننه او بهر له وسله‌والو طالبانو غوښتنې زياتې شوي چې تاوتريخوالی کم او اوربند وکړي. دغه راز له وسله‌والو طالبانو دا هم غوښتل شوي چې د جګړې برعکس دې د ستونزې سياسي حل په موخه په قطر کې پر پيل شويو بين‌الافغاني مذاکراتو تمرکز زيات کړي.

خو دې ډلې تر اوسه د خلکو، افغان حکومت او نړيوالو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او جګړه يې جارې ساتلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply