د پاکستان د جمعيت علمای اسلام سميعالحق ګوند وياند مولا يوسف شاه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې د دغه ګوند پخواني مشر مولانه سميعالحق د وژنې غچ يې په افغانستان کې اخيستی دی.
نوموړي دا څرګندونې د عوامي ملي ګوند يوه مشر سردار حسېن بابک هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې په يې کې د افغانستان په اړه د سميعالحق د زوی حامدالحق وروستۍ څرګندونې غندلې وې.
بابک د تېرې يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په چکدره کې د عوامي ملي ګوند يوې غوندې ته د خبرو پرمهال وويل، حامدالحق دې د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې پر ځای د خپل پلار د وژلو پوښتنه وکړي.
نوموړي په دې اړه ويلي و: «ای د سمیع الحق بچیه! زه د یوه پښتون په حیث، زه د پښتنو د تحریک د یوه ذمهدار په حیث تا نه دا تپوس کومه. ستا والد محترم چې په اسلام اباد کې په چړو مړ پروت و، تا کې دا دومره جرات نشته چې د خپل والد محترم د هغه قتل تپوس وکړې؟»
خو تازه د جمعيت علمای اسلام سميعالحق ګوند وياند مولا يوسف شاه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې حامدالحق د خپل پلار بدل په افغانستان کې د خپلو شاګردانو پرمټ اخيستی دی. يوسف شاه ويلي چې د سميعالحق قاتلان هند، افغانستان او امريکا دي چې وسلهوالو طالبانو ته په اشارې د نوموړي شاګردانو ترې غچ اخيستی دی.
دې څرګندونو په پښتونخوا کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو او سياسونو تازه نېوکې هم راپورته کړي او د سردار حسېن بابک د ملاتړ اړه غږ پورته کوي. په دې ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، پښتانه له وسلهوالو طالبانو اغېزمن شوي او اړتيا ده چې په هېڅ صورت له ترهګريزو پلانونو ملاتړ ونه شي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي: «سردار حسین بابک ته د اخطار ورکولو غندنه کوو. موږ پښتانه له طالبانایزېشن څخه ډېر اغېزمن شوي یوو او کله به هم په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د پلانونو ملاتړ ونه کړو. موږ به د ترهګرو او د هغوی خواخوږو پر وړاندې درېږو.»
له دې وړاندې د سميعالحق زوی حامدالحق په يو لړ څرګندونو کې ويلي و چې افغانستان، هند او مريکا د دوی خلاف دي او د پاکستان حکومت دې يې امنيت خوندي کړي. نوموړي له وسلهوالو طالبانو په ملاتړ زياته کړې وه چې امريکا دې ډلې ته تسليم شوې او افغان حکومت دې هم ورته تسليم شي. هغه څرګندونې چې په افغانستان کې پر حکومت سربېره د خلکو او ديني عالمانو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320