د آنلاين لوبو بندول

قدرت الله هېوادپال

0 767

نن سبا د پبجي او ځينې نورو آنلاين لوبو بندولو خبره ښکته پورته کيږي، دلته همدې موضوع ته اشاره کوو، ورسره پر دې غږيږو چې هر هغه څه چې د يو چا خوښ نه شي د هغې بندول به کوم درد دوا کړي.

ګرځنده ټليفونونه او انټرنېټ زموږ د ژوند نه بيليدونکي برخه ده، نو د دې پرځای چې له هغې څخه د ډډې کولو او بندولو هڅه وکړو، د هغې پر بهتره استعمال بايد ځان پوه کړو، له همدې کبله پر دې موضوع له درې اړخه بحث کوو

لومړۍ کورنۍ مسؤليتونه

دوهم شخصي مسؤليتونه

او درېيم د ريګوليټري يا تنظيمي ادارو مسؤليتونه

person holding white and black xbox one game controller

لومړۍ د کورنۍ مسؤليتونه

ښايي پر ډيرو دا خبره ګرانه تمامه شي خو د اولاد تربيه او د ښه او بد توپير ښودل د دولت کار نه دی بلکه د کورنۍ مشران باید پوه شي چې خپل اولاد څرنګه وروزي، سره لدې چې د دې لوبو له ناوړه اغېزو انکار نه کيږي خو د خپل اولاد پنځوس کاله وروسته ليږل چې له ټکنالوژۍ او د نن ژوند له ننګونو وساتل شي، هم د حل لاره نه ده چې هر څه ترې واخيستل شي.

ټکنالوژي مخ په ډيريدونکي ډول شخصي کيدونکې ده يا پر بله وينا د ټکنالوژئ وسيلې او شخصي حريم تر منځ بريد په ډيريدونکي ډول مخ په ختميدو دی، آن داسې ټکنالوژئ هم مخ پر وده دي چې تر ټولو محرم ځای په تشنابونو کې کاريږي او د شخص د تشناب عمليې هم ارزوي او ورته وايي چې پر خپلې روغتيا څرنګه پام وکړي.

نو کله چې موږ د ټکنالوژيو پر ناوړه اغېزو غږيږو نو حل يې دا نه دی چې موږ ټکنالوژيو پر بنديزونو وغږيږو بايد لدې نقطې نظره ورته وګورو چې خپل اولاد يا کشرانو يا ځان ته څرنګه ښه او بد د ټکنالوژيو له نقطې نظره تعريف کړو.

د آنلاين لوبو تر ټولو ډير یاديدونکی منفي اړخ د هغې روږدتيا ده، چې روږدې کوونکي خواص لري او کوچنيان او ځوانان پکې خپل ډير وخت مصرفوي، د روږدتيا بيلابيلې څيړنې ښيي چې که چيرې يو څوک پر يوه توکي روږدی وي او له هغې څخه منع شي نو دا نه چې روږدتيا يې له منځه ځي، بلکې بل څه پسې ګرځي چې د اولني توکي بديل شي، آن په ځينو حالاتو کې دا بديل له لومړي څخه ډير زيان رسوونکی وي.

هر کله چې دا بحث کوو چې آنلاين لوبی روږدوونکي دي نو ځکه بايد بندې شي، نو دا به څوک تضمين کړي چې د دې لوبو بديل به لدې څخه هم خطري او زيان ورکوونکی نه وي، خپل اولاد ته له ټکنالوژيو څخه د بهتره ګټې طريقې وښاياست.

دوهم شخصي مسؤليتونه

عموماً عادت له وخت سره رامنځ ته کيږي، موږ په ژوند کې ډير څه کوو، ډير پکې خوندور کارونه وي خو دا هر کار پر عادت نه بدليږي، له عادت څخه مو هدف د يوې چارې په يوه ډول تکرار دی، لوبې چې په هغې کې آنلاين لوبې هم راځي يو ډول عادت دی، چې کله يو څوک وزګار شي يا زړه تنګی شي نو آنلاين لوبو يا ټولنيزو شبکو ته مخ کړي.

نو هر کله چې پر آنلاين لوبو د روږدتيا بحث کيږي يا دا وايو چې انټرنېټ زموږ ډير وخت خوري، نو ورسره له ځان څخه دا پوښتنه وکړئ چې څرنګه مو ځان له بدو عادتونو څخه ساتلی دی يا هغه وخت چې پر دې چارو مصرفوئ د څه بديل دی.

عموماً ستونزه پدې لوبو کې نه وي، نه په دې کې وي چې ډير وخت پر ټولنيزو شبکو يا بې ځايه انټرنېټ لټولو تيريږي، ستونزه دا وي چې هغه شخص نه پوهيږي څه وکړي نو له هر څه وړاندې يې چې څه ذهن ته راشي همغې ته مخه کړي، نو کله چې موږ دا بحث کوو چې ډير وخت مې پر آنلاين لوبو کې ورکيږي له ځان څخه وپوښتئ چې ولې درڅخه لاره ورکه ده.

ځينې څيړنې وايي چې د عادتونو جوړولو يو تر ټولو اساسي لامل د جايزې لاسته راوړل يا د احساس پوره يا مشبوع کيدل دي، يعنې هر کله چې موږ يو کار له عادت سره سم سرته رسوو هغه زموږ يو احساس مشبوع کوي لکه څوک سګريټ څښکوي نو وايي چې سکون راکوي، يا يو څوک چای څښي وايي چې ورسره آرامه شوم، يا يو څوک تمرين/ سپورت کوي نو ځان آرامه احساسوي، ځان پوه کړئ چې کوم عادت مو کوم احساس پوره کوي.

له ډيرو به واورئ چې که له خپل عادت سره سم يو کار اجرا نه کړي نو وايي چې احساس کوم يو څه مې ورک کړي دي، دا د ورکولو احساس د هغه عادت د تحريکيدو سبب ګرځي، هغوی چې پر ټولنيزو شبکو يا آنلاين لوبو عادت وي هغوی چې کله دا لوبې ونه کړي يا وخت ولري او ټليفون راوانخلي نو احساس کوي چې يو څه يې ورک کړي دي.

نو د دې پر ځای چې موږ بهرني موارد پړ کړو، بهتره ده چې دا د ورکوالي د احساس تحريکوونکي وڅيړئ او پوه شئ چې ولې مو ناخوښو عادتونو ته مخ کيږي او څرنګه کولای شئ له وخت سره يې مهار يا پر بل څه واړوئ.

closeup photo of turned on smartphone near keyboard

د تنظيموونکو ادارو مسؤليتونه

دا بحث تر يوه حده شته چې دولتونه بايد په خپلو جغرافيوي حدودو کې هر څه ته اجازه ورنه کړي، چې د دې جغرافيوي حدونو تعريف اوس پر ټکنالوژئ هم تپل کيږي.

يو څه موده وړاندې دولت د واټس آپ او ورته ټولنيزو پروګرامونو د بندولو شوق کړی وو (دلته پرې غږيدلي يو)، څرنګه چې دا ټولې ټکنالوژئ موږ ته له بهره راځي نو که له تخنيکي بحثه يې تير هم شو چې دولت څومره تخنيکي توان لري چې دا هر څه بند کړي، او يوازې پر دې وغږيږو چې ولې، نو هم ځواب يې څرګنده هو او نه، ندی.

پر پاليسيو ولاړې پريکړې اصولاً بايد د عامه ګټو په رڼا کې وي، دا عامه ګټې څوک تعريفوي دا بيل بحث دی، خو اکثراً داسې ګڼل کيږي چې هر هغه څه چې د ټولنې د اکثريت غړو په خير نه وي، بايد ترې ډډه وشي يا بند شي، چې همدا بحث ټکنالوژئ لپاره هم کيږي، ټکنالوژي په خپل ذات کې ښه او بد نه لري، نو ځکه د هغې ټکنالوژئ د اغېزو له نقطې نظره دا بحث کيږي.

د عامه ګټو تعريف لپاره د مخدراتو مثال ورکول کيږي، په ځينې هېوادونو کې ځانګړي مخدره مواد قانوني بڼه لري، ځينې نورو هېوادونو بيا مطلقاً بند کړي دي، او ځينو پرې سترګې پټې کړي دي يعنې دولت پوهيږي چې خلک يې کاروي خو د مخنيوي يا قانوني کولو لپاره يې نه غواړي څرګنده عمل وکړي، دلته د دې مادې ښه والی او بدوالی هر څوک له خپل فکره تعريفوي، خو مخدرات يو فزيکي موجود دی او په ټاکلی جغرافيه کې د هغې بندول هم امکان لري، د ټکنالوژئ او په ځانګړي ډول کمپيوټري پروګرامونو لپاره بيا دا ډول فکر تر ډيره ګټه نه لري.

ښايي ځينو ته دا بحث د ټکنالوژۍ يا مخابراتي شرکتونو پر ګټه ښکاره شي، يا ورسره ووايي چې موږ هر څه ته اجازه نشو ورکولای، دا خبره رښتيا ده چې هر څه د استعمال نه دي، خو لدې سره دې بحث ته هم پام وکړئ چې د ټکنالوژۍ نږدې دا ټول مواد او محتوا موږ ته له بهره راروانه ده، موږ يې يوازې مصرفوونکي يو، نو که ښه وي يا بد، هغوی چې محتواد او توکي جوړوي، اصول هم ټاکي، د ځينو به دا اصول خوښيږي او ځينې به يې بد وايي.

نو ځکه پدې بحث کې چې هر څومره چې د تنظيموونکو ادارو ونډه مطرح کيږي، ورسره کورنۍ او اشخاص هم ځان له مسؤليته نشي خلاصولای، کورنۍ بايد پوه شي چې څرنګه کولای شي په خپلو کمکيانو او زلموټو کې د ټکنالوژۍ روغ استعمال وهڅوي، د ټکنالوژئ بهتره استعمال لپاره ملګري ملتونه ځينې لارښودونه لري، چې د هغوی په اړه موږ په نورو ليکنو کې غږيدلي يو او د دې لیکنې په پای کې يې اړيکې برابرې شوې دي.

دلته مهمه دا نه ده چې څرنګه ټکنالوژئ شته يا موږ د انټرنېټ او موبايل له لارې څرنګه پروګرامونو ته لاسرسی لرو، مهمه داده چې موږ او زموږ ماشومان له څه څخه، څرنګه ګټه اخلي، د نن په نښليدلی زمانه کې به تل داسې څه وي چې په يو نه يو چا بد لګيږي، د هر چا مخه نه نيول کيږي، دا تر ډيره پر کورنيو او اشخاصو ده چې له دې وسيلو څخه بهتره استعمال زده کړي.

او پاتې دا بحث چې په تخنيکي توګه آیا د دې پروګرامونو يا ویبپاڼو بندول امکان لري، نو هغه د فقيرانو وينا چې يو در بند سل يې نور خلاص، څوک يې چې وغواړي په يوه نه يوه لاره ورته ځان رسوي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply