طالبانو د منظور پشتین خولۍ په سر کوونکو ته نوې سزا اعلان کړه

0 1,097

د پاکستان پوځ د پکتیا په برمل، ډنډپټان، زرمت او یو شمېر نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د منظور پشتین سره خولۍ اغوستونکو ته ۱۵ ورځې بند، نغذي جرمانه او په ځانګړو مواردو کې د اعدام حکم صادر کړ.

په ټولنیزو شبکو کې د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې د طالبانو له منتظره قطعې ترلاسه شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په وزیرستانۍ لهجه یو طالب قوماندان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین سره خولۍ ته اور اچوي او خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې که نور چا د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ طالبان به ورته سخته سزا ورکړي: «د منظور پشتین په سره خولۍ، د افغانستان په بیرغ او سرو او شنو لباسونو بندیز دی او که چا سرغړونه وکړه ۱۵ ورځې بند او په ځانګړو مواردو کې به زموږ رهبري ورته سزا ټاکي، چې ښایي اعدام هم وي

د معلوماتو پر اساس، د پاکستان پوځ او استخبارات طالبانو ته امر کړی چې روان ژمی باید په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ غونډو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وکړي او پلویان یې په نښه کړي.

پاکستان ورځ تر بلې په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او د لر او بر پښتنو د یووالی په زیاتېدونکی ډول وارخطا دی او اوس یې د طالبانو په ژمنیو عملیاتو کې د دې غورځنګ په پلویانو بریدونه هم ور زیات کړي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply