!د افراطیت پروړاندی مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی

عبدالمنان توحیدیار

0 785

 افراطیت هغه څه دي په یوه کار کی له حده زیاتوالی او تیری . داسې زیاتوالی او تیری چی د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعی پر حقوقي حریم د بی دلیله توججهاتو په زور ظلم ، زیاتي ، سخت ګری او تجاوز سره وشی .

 خو له بده مرغه اوس اسلامی نړی له دی خطرناکی پدیدی خوریږی او بیا په خاص ډول افغانستان له څو لسیزو راهیسی د ځینو ترهګرو او افراطی ډلو د ناړوا اهدافو لپاره په بیلابیلو ډولونو سره دا بدنرغي ګالی او هیواد مو په هر برخه کی د پر مختګ له لوړو پوړونو څخه وروسته پاتی کړی دی .

د افراطیت هیڅ ګټه نړی او اسلام نه نشته . ځکه اسلام اعتدال غواړی او افراطیت اعتدال له منځه وړی.

هر کله چی اعتدال تر پښو لاندی شی . هلته په ټولنه کی لوړی ژوری رامنځته او د بی ثباتی او وروسته پاتی والی سبب کیزی . دا نړی هسی عبث نه ده پیدا شوی . بلکی دانړی و موقت ژوند لپاره ده ، نه د افراطیت لپاره ، ځکه افراطیت وژنه او مرګ دی .

که افراطیت وی بیا نو زمونږ ژوند له خطراتو سره مخ دی ، د خدای عبادت رانه پاتی دی ، خپل اړیکی نه شو لرلی . پرمختکو نه شو کولی او په سمه توګه الهی احکام او اوامر نه شو شو عملی کولی .

د اسلام مقدس دین دا ټولو انسانانو او په خاصه توګه مسلمانانو ته په ډاګه کری ده چی اسلام اعتدال غوره کړی نه په کی افراط ته اجازه شته او نه هم تفریط ته ؛ کله چی د اسلام ستر پیغمبر حصرت رسول اکرم (ص) نړی ته ظهور وکړ نو په عقیدتی او په علمی لحاظ یی د اعتدال او میانه روی بنسټ کیښود ، موږ مسلمانانو ته هم لازمه ده چی هماغه بسنټونه تعقیب او په ژوند کی عملی کړو .

همدا رنګه اسلام له افراطیت سره هیڅ ډول اړیکه نه لری او نه باید د هغه ظلم او وحشت له امله چی افراطی ډلی یی تر سره کوی اسلام ملامت کړو ، اساسی ستونزه دا ده چی دغه افراطی ډلی له اسلامی هویت څخه په ګټی اخیستنی فعالیت کوی او مسلمانان هم نه شی کولای له دغی لویی ستونزی څخه انکار وکړی ،په دی اساس مسلمانان مکلف دی چی د دغو ډلو پرمختک مخه ونسی که مونږ دا کار ونکږو موږ به هم د اسلام د نوم د بدیدو له امله مسول واوسو.

 ژوند آزادی او عزت د اسلام له بنستیزو ارزښتونو څخه شمیرل کیږی مسلمانان باید له دغو دریو ارزښتونو ( ژوند . آزادی . او عزت ) څخه دفاع او ساتنه وکړی دا اسلامی ارزښتونه دی او هیڅ رهبر که دینی وی او یا که سیاسی ، حق نه لړی چی دا ارښتونه د انسانانو له لاسونو وشو کوی او انسان تری محرومه کړی خو له بده مرغه چی زمونږ په هیواد کی د ترهګرو ډلو تر څنګ ځینی افراطی ډلی هم شتون لری چی د اسلام او جهاد تر نامه لاندی په دینی مدارسو کی زمونږ د ځوانانو له احساساتو څخه به ناوړی ګتی اخیستنی سره افراطیت او تاوتریخوالی ته لمن وهی او ډ ډول ډول پلمو او بهانو تر نامه لاندی ځوانانو د ترهګرو ډلو لیکو ته جذبوی چی دا په څپله د اسلام او انسانیت خلاف عمل دی چی زمونږ د ولسونو تر منځ د دینی مراکز او یه ځانګری توګه د دینی مدارسو د بی اعتباره کیدو سبب شوی دی نو به کار ده چی مونږ به څپله تولنه او ځانګری توکه به دینی مراکزو کی د هر ډول افراطی افکارو د خپریدو مخنیوی وکړو او پری نږد و چی د دغو مراکز کنترول مو د نا اهلو افراطی په لاس کی پریوځی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply