د ماشومانو ملاتړ اداره: د تېرو ۳ کلونو پرمهال د افغانستان پر ۳سوو ښوونځيو بریدونه شوي

0 988

د ماشومانو ملاتړ نړیواله اداره یا Save the Children په خپل خپاره کړي تازه راپور کې د افغان ماشومانو وضعيت ناسم بللی او زياته کړې يې ده چې له ۲۰۱۷  تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې په افغانستان کې پر ۳سوه ښوونځيو بریدونه شوي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې دغه راز ويل شوي چې نه يوازې پر ښوونځيو د بريدونو له کبله، بلکې له ۲۰۰۵ کال تر دې دمه په افغانستان کې تر ۲۶ زره ډېر ماشومان د بېلابېلو جګړه‌ييزو پېښو له امله وژل شوي او يا هم ټپیان شوي دي.

نه یوازې نا امني، بلکې کمزوری اقتصادي وضعيت، شاقه کارونه او ناوړه ټولنیز وضعیت هم هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند يې له خطر سره مخه کړی دی.

دې راپور کې له يو شمېر هېوادونو او په ځانګړې توګه له برېتانيې غوښتي چې په نړیواله کچه دې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات پیل کړي. د ماشومانو پر وضعيت دغه اندېښنه داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره ښځې او ماشومان دواړه د يادې مرګ ژوبلې يوه برخه جوړي.

د ښځو او ماشومانو دغه مرګ ژوبله د مخامخ جګړو، خښو شويو ماينونو او په ګڼ مېشتو سيمو کې د لويو بريدونو او چاودنو ترسره کولو له امله اوښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply