پاکستان طالب مشران په دوو ډلو وویشل

نوید احمد څرک

0 826

 دا اوس ډاګیزه شوې چې طالبان په لویه کې په دوه ډلو ویشل شوي دي، چې ځینې یې د سولې پروسه غواړي او ځینې د جګړې دوام  په ټوله کې د طالبانو سیاسي ډله چې نړۍ یې ولیده، له امریکا سره ملګرتیا یې ولیده، په سوله باندې ټینګار لري او جګړه د حل لار نه بولي.

 دا ډله طالبانو کې ځینې د سولې مخالف هم شته، خو د سولې موافقین پکې ډير دي او هڅه دا ده چې بلې ډلې ته قناعت ورکړي چې سوله کې یې هم ګټې خوندي کیږ.ي د طالبانو بله ډله چې کویټه، پيښور او افغانستان ځینو ولایتونو کې میشت دي او د جګړې له درکه زیات امکانات پيدا کوي، د سولې له پروسې سره مطلق مخالف دي او د فتحې خوبونه ګوري.

 دا ډله طالبان له دې ویره لري چې که سوله وشي، د دوی برخه به پکې خواره وي او داسې حکمراني به بیا نه وي، لکه اوس چې هر ځای او له هر چا باجګیري کوي. د طالبانو جنګي ډلې په عموم کې له سیاسي ډلې سره په جلا لار او جلا نظر دي او نه غواړي چې د سولې هغه پروسه دې بریالی شي چې په پایله کې یې یا طالبان له اوسني حکومت سره مدغم کیږي او یا نوی حکومت رامنځ ته کیږي.

 دا ډله طالبان خپل راتلونکی په سوله کې تیاره بولي او له همدې کبله د جګړې دوام ته بیلابیلې پلمې لټوي چې یا به جګړه دوام پيدا کوي او یا به افغانان بیا د طالبانو واکمني مني. خو هغه سیاسي ډله چې نړیوال یې لیدلي او د هغی نظرونه، دریځو او شرایط یې لیدلي، په دې باوري دي چې افغانستان کې طالبانیزم نه چلیږي او نه یې نړیوال غواړي.

 نو د سیاسي ډلې هڅه دا ده چې جنګي ډله په دې قانع کړي چې د جګړې د دوام له لارې هیڅ لاس ته نه شي راوړلی او یواځینی لار د سولې ده چې باید وشي او جګړه پای ته ورسیږي. هغه ډله چې په افغانستان کې د جګړې دوام او فتحه غواړي، ټولې یې له پاکستان سره مستقیم اړیکې لري او د امکاناتو او پيسو په بدل کې حاضر دي چې د سولې هر ډول پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

پاکستان په دې وروستیو کې یو کار دا وکړ چې سیاسي او جنګي ډلې یې سره بیلې کړي، اوس که سیاسي ډله د پاکستان فرمایشونه سوله کې و نه مني، نو جنګي طالبان بیا د سیاسي طالبانو پریکړه نه مني.

همدې وضعیت د طالبانو مشران وارخطا کړي چې څنګه د جګړې او سولې پروسه مدیریت کړي چې نه سیخ وسوځوي او نه کباب.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply