ارواښاد جان محمد پلار په کندهار کې د پښتو تیاتر یو پیاوړی بنسټ ایښودونکی

محمد یوسف هېواددوست

0 2,148
یو یاد یو ویاړ
ـــــــــــــــــــــ
ارواښاد جان محمد پلار په کندهار کې د پښتو تیاتر یو پیاوړی بنسټ ایښودونکی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له نن څخه څه نا څه پنځوس کاله مخکې کله چې زه راډیو افغانستان ته د کوچنیانو خپرونې لپاره ورتلم نو ، هلته مې د تیاتر او ډرام په برخه کې له یو شمېر مخکښو او زیارکښو کارکونکو سره ولیدل چې ځینې له کندهار ، ځینې یې له هلمند ، ننګرهار ، وردګو،لغمان ، کابل او ډېرو نورو ولایاتو څخه دغې برخې کې په کار لګیا و .
په دوي کې داسې یو څوک هم ما ولید چې له کندهار نه به کله کله د راډیو افغانستان د ډرام او داستان شعبې ته راته او له ارواښاد استاد فضلي سره به یې کتل .دغه قدرمن فرهنګي شخصیت ارواښاد جان محمد خان و چې په کندهار کې یې د تیاتر او ډرام له موسسینو څخه ګڼلای شو .زما د کار تر پایه کله به چې سره مخامخ شو نو راته به یې ویل (( دا نور دې هېواددوست بولي ، خو زه دې خدای دوست بولم ، ځکه ته تل کار ته وخته راځې او ناوخته ځي او دې ته خدای دوستي وایي ….)).
وروسته بیا کله چې په کندهار کې امنیت ویجاړ شو نو ډېر شمېر هنرمندان ، پوهان ، استادان او له هغې ډلې محترم استاد جان محمد خان پلار هم کابل ته راوکوچېد او دلته له ۱۳۶۰ کلونو وروسته د افغانستان د راډیو تلویزیون د ډرام او داستان په اداره کې په کار وګمارل شو .جان محمد پلار ډرامه لیکونکی ، ممثل ، پرودیسر او د سینما پیاوړی لوبغاړی و .له هغه څخه یو شمېر ډرامې ـ فلمونه ـ تمثیلي ټوټې او ادبي ـ هنري لیکنې پاتې دي. اروا یې ښاده او یادونه یې تل .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply