د اسرائیل لومړي وزیر پرون سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی

0 1,004

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون د نوامبر ۲۲ مه نیټه سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی. دا خبره د اسرائیلو هاآرتز ورځپاڼې کړې ده.

د اسرائیلو د یروسلم پوست The Jerusalem Post  ورځپاڼې ویلي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو او د استخباراتو مشر تیره ورځ سعودي عربستان ته یو پټ سفر کړی دی.

نتنیاهو پداسې حال کې سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته سفر کړی وو.

نتنیاهو د دې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدنه کړې ده .

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په نږدې راتلوونکې کې د خلیجو هیوادونو او اسرائیلو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو په برخه کې د یو بل مهم ګام شاهدي وکړو. په همدې نژدیو کې عربي اماراتو او بحرین هېوادونو هم د امرکیا په منڅګړتوب د اسرائیلو سره رسمې اړیکې جوړې کړې او اوس کیدای شي د سعودیانو وار وي چې اسرائیل په رسمیت وپیژنی او دیپلوماتیکي اړیکې ورسره ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply