ډونالډ ټرمپ له لوري جوبایډن ته د واک د لیږد چمتووالی پیل شوی

0 1,028

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره ومنله چې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې ناکام شوی او تازه یې خپل سيال جوبايډن ته د واک له لېږدولو سره موافقه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ تازه د یوه ټوېټ له لارې ویلي، حکومت ته یې امر کړی چې د جو بایډن له همکارانو سره د واک د لېږدولو لپاره په چمتووالي کې همکاري وکړي. نوموړي زياته کړې چې د عمومي خدمتونو ادارې مدیرې املي مورفي ته یې دنده سپارلې چې د قدرت د لېږد لپاره لازم اقدامات وکړي.

ټرمپ وایي چې د امریکا د ګټو لپاره یې په دې اقدام لاس پورې کړی دی. نوموړي له دې وړاندې بایډن ته د واک له لېږد ډډه کړې وه او همدا راز یې د هغه اندازه بودیجې د ورکړې امر هم نه ورکاوه چې د واک د لېږد لپاره یې باید نوی منتخب ولسمشر تر لاسه کړي.

دغه مهال ولسمشر ټرمپ ویلي و چې په ټاکنو کې درغلي شوې او له همدې کبله يې ځان د يادو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی و. خو د امریکا ټاکنو کمېټې د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

دې کمېټې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا په ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغلۍ په اړه هېڅ سند نشته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply