د طالبانو بریدونه امتیاز، جنایت که جهالت!؟

نوید احمد څرک

0 614

وروسته له هغه چې پر کابل پوهنتون تروریستي برید وشو، خلکو سخت غبرګونونه وښودل او د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې روانه جګړه ستر او نه بخښونکي جنایتونه وبلل او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې پر کابل پوهنتون دغه تروریستي برید وغندل شو.

د دغه برید نه یوه ورځ وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې څارګرې ادارې داسې شواهد تر لاسه کړي چې په ډاګه کوي دغه برید وسله والو طالبانو کړی دی.

په تر ټولو وروستي اقدام کې ښاغلي صالح اعلان وکړو چې پر کابل پوهنتون د پلان جوړولو هسته یې نیولې ده، هغه د دغه اعلان پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړو، چې داعش مازې “نوم” دی او بریدګر یې داسې کس بللی و، چې یو مهال یې تر درېیم ټولګي پورې په شرعیاتو پوهنځي کې زده کړې کړې وې او وروسته د هغه په ټکو د حقاني شبکې یوه “سابقه دار” غړي جذب کړی و.

صالح ویلي و تورن کس اعتراف کړی چې برید یې د داعش له نوم نه په استفادې پر حکومت د فشار اچولو لپاره کړی دی.

تازه داسې معلومات تر لاسه شوي چې تروریستي ډلې په پلان کې لري د افغانستان پر پوهنتونونو بریدونه وکړي، داعش ډلې ته په منسوب شوي یو پیغام کې ویل شوي چې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته د سېکولر ایډیالوژۍ درسونه ور کول کیږي، کله چې له پوهنتونونو څخه فارغیږي د ملي امنیت په اداره کې د څارنوالانو او قضیانو په حیث دندې اخلي چې بیا زموږ نیول شوي مجاهدین شکنجه کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې پر علمي مرکزونو بریدونه څوک او د کومو موخو لپاره تر سره کوي؟!

څه موده وړاندې د طالبانو د قطر دفتر یوه لوړ رتبه غړي عبدالسلام حنفي په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له طالبانو پرته په افغانستان کې بله هېڅ داسې ډله وجود نلري چې دغسې لوی بریدونه وکړي، د نوموړي په وینا چې دا طالبانو د اوربند پر مهال ثابته کړې هم ده.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې له طالبانو پرته بله هېڅ ډله شتون نلري او باید د سولې امتیازات ټول دغې ډلې ته ور کړل شي.

ډېر داسې نور موارد شته چې په ډاګه کوي چې په ملکي اهدافو بریدونه وسله وال طالبان د سولې پر مېز د ډېر امتیاز اخیستو او پر حکومت د فشار د زیاتوالي لپاره کوي، تاسو ولیدل چې د داعش له نوم نه د استفادې تر څنګ په وروستیو کې طالبانو په کابل ښار کې د غلاوو او جنايي پېښو په زیاتوالي کې هم لاس درلود.

کابل کې د وروستیو غلاوو او جنايي پېښو په تړاو اکثره داسې کسان نیول شوي چې د طالبانو سره یې اړیکې لرلې.

خوشبختانه د افغانستان خلک اوس پدې پوه شوي چې ولې وژل کیږي او دښمن یې څوک دی؟!

ټولو ته اوس واضح شوې چې طالبان د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په هېڅ ناوړه عمل او تروریستي کړنو صرفه نکوي، کله چې د یو برید پر مهال وویني چې د خلکو غبرګون زیات دی، نو بیا دوی په هغه برید کې خپل لاس لرل رد کوي او پرته له ځنډه یې د داعش ډله پړه په غاړه اخلي.

خو که د بریدونو نوعیت ته وکتل شي، پر جوماتونو او مکتبونو له بریدونو نیولي ان پر پوهنتونونو وسله والو طالبانو پخوا هم حملې کړي دي او مسؤلیت یې هم اخیستی دی، طالبان په افغانستان کې د دوی لخوا د شویو جنایتونو نه ځان نه شي منکر کولای، که پر یو یا دوو بریدونو ځان منکر کړي، په تېرو اتلسو کلونو د دوی لخوا شوي جنایتونه د افغانستان د خلکو له یاد نه، نه وځي.

پر پوهنتون، جومات، مکتب او نورو ځایونو بریدونه طالبانو مخکې هم کول او اوس یې هم کوي، که طالبان له هر څه پښېمان هم شي، خو ایله په هلمند کې د دوی لخوا په وروستیو جنایتونو خلک سترګې نه شي پټولای، د هلمند په ځینو برخو له بریدونو وروسته ۳۵ زره کورنۍ جګړې بې ځایه کړې، دوی یې مسؤلیت په غاړه واخیسته، دوی به هېڅکله هم د دغه بریدونو ځواب ونه وايي، پداسې حال کې چې د امریکايي ټانکونه یې ساتل خو د هلمند په شمول یې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د سولې پر مېز د امتیاز اخیستو لپاره پر خلکو بریدونه کول.

د طالبانو منطق هېڅوک هم نه مني، که دوی وايي پر پوهنتون بریدونه نه کوو، داعش یې کوي او حکومت په کې د دې لپاره لاس لري چې د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي.

خو ایا طالبان به د دې ځواب ور کړي؟ هغه وخت چې د داعش نوم او نشان هم نه و، د سولې پروسه هم نه وه، چې حکومت د داسې بریدونو په کولو د سولې پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړي؟!

چا مکتبونه، کلینیکونه وسوځول؟ چا د نجونو پر مخونو تېزاب وشیندل؟  چا د مکتب سپين ګیري معلمان لدې کبله وژل چې نجونو ته درس ور کوي؟ هؤ همدا تاسې طالبان وئ، چې خلک مو د جاسوس په نوم حلال کړل، فلمونو مو پسې نشر کړل.

هؤ نه د سولې پروسه وه او نه هم داعش و، دا ټول جنایتونه و، په تېرو شلو کلونو کې مو په هېڅ جنایت صرفه ونکړه هؤ دا همدا تاسو وئ، چې سړکونه، پلونه او د برقې پايې مو په بمونو الوځولې.

ستاسو د جنایتونو پر لیکلو قلم شرمیږي، هؤ ستاسو جنایتونو د تاریخ حافظه نه قراره کړې ده، تاسو خو د دین او مذهب په نوم داسې نه دودې وکړې، چې د دنیا په هېڅ کونج کې د تاریخ په اوږدو کې مثال نشته، هغه کارونه چې تاسو طالبانو وکړل، چنګيز هم نه و کړي.

نور افغانان مه وژنئ سوله وکړئ، ولس ستاسو په ټولو جنایتونو پوه دی، نور دا خلک ځوروئ او د نورو په خوله وطن مه ورانوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply