ځوانانو پام مو شته!

شيرمحمدامیني ستانکزی

0 581

هېواد کې کرغيړنې جګړې زموږ ګن شمير ځوانان تيت او پرک کړل، څه په اور کې لولپه شول، څه بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول. همدارنګه دهېواد دښمنانو له مخکې طرحه کړې توطيې او پلانونه زموږ ځوانان يې له سواده محروم، په نيشه يي توکو روږدي، د يو او بل په نوم يې سره خپلو کې په جګړو ښکېل کړل او دافغانانو اقتصاد ته يې بې درکه زيانونه واړول، چې دغه لړۍ لا روانه ده .

د اوسني عصر ځوانان او راتلونکي نسلونه دې له تجربو ګټنه پورته کړي، چې د بهرنيو استخباراتي کړيو دسيسې دې شنډې کړي، پرې نږدي، چې زموږ په ځوانه هستۍ نورې لوبي وکړي، بلکې د پوهې له مخې دې ورته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي . راځئ ځوانانو! دملي يوالې سمبول واوسو، د هېواد دخاورې دښمن پر مخ درنه څپيړه به مو هلته ورکړې وي، چې د يوالي په شتون، خپل هېواد کې دجګړو پر ځاى بنسټيزې او ښوونيزې چارې پيل او دوام ورکړو.

ځواني به هلته ثابته کړو، چې د هر افغان درد خپل درد وګڼو او د ګران افغانستان نه اور مړ او دسوکاله او ښېرازه ژوند نوي فصل پرانيزو. دغه آرمان ته د رسېدو لار ټينګه اراده او قوي عزم  ته اړتیا ده، چې ټول ځوانان دغه او صاف پرځان ومني، خو که تش په خولې وايو او عمل ونه کړو، نو د ځوان احساس به موږ کې نه وي او بې پلانه ژوند او وخت به هسې پرموږ تېر وي او دښمن به تر دې زيات خپلو شومو موخو ته په  آسانۍ توګه ځان رسولي وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply