وړوکې درد او غوښتنه

لیکنه : شيرمحمدامیني ستانکزی

0 586

دهېواد کړيدلي او ځوريدلي ولس په دې هيله دي، چې روان ناورين او کړکېچ پاى ومومي، خو موږ تل دا ويناوې کړي او ترهغه بريده نه يو رسيدلي، چې د ولس هيلې مو راسپيړلي وي .

په هېواد کې روانه جګړه، دخلکو بېوزلېتوب او کمزورى اقتصاد، په حکومتي چارو کې د ځينو زورواکو او د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې يو لړ ناقانوني غوښتنې، دسولې په اړه دروانو خبر و پایلې نامعلومې او په هېواد کې د جګړو زیاتوالی، دا هغه څه دي، چې افغان ولس په خپل هېواد کې له سختو ستونزو او اندېښنو سره لاس او ګرېوان کړې دي او خپل ژوند دخداى په تکل پر مخ وړي .

له يادو سياسي، ټولنيز او اقتصادي ستونزو څخه هغه مهال افغانان وتلاى شي، چې په خپلو کې سره روغه او جوړه وکړي او روانه جګړه ودروي. د پرديو هېوادونو د جوړجاړې په تمه کېني نه، بلکې افغاني غرور بهرنيو هېوادونو ته په ډاګه کړي، چې افغان ولس تل خپلمنځې اختلافونه د جرګو او مرکو له لارې حل کړې دي. نو په دې توګه په جګړو ښکيلې ډلې دې بين الافغاني جرګې ته ژمنې واوسي، چې له هېواده غوړيدلې ناورين پاى ومومي

راځئ هېوادوالو! په خپله موږ د ولس درد خپل وګڼو، د بېوزلو لاسنېوى وکړو، ملي ګټې، چې د ټول ولس ملکيت دى، دخپلو شخصي ګټو لپاره ګټنه ونه کړو او دظلم ټغر له هېواده ټول کړو! بې ځايه زور او قدرت په دې وينې بهونکې ځمکې ودرول شي. د يتيمانو اوښکې پاکې کړو، د غمونو او ماتمونو لړۍ نور په خوښۍ او خوشحالۍ بدلې کړو.

بيا به د الله تعالى رحم پر موږ شوې وي، که همدا د وحشت او بربريت لړۍ همداسې دوام پيدا کړي، نو لرې به نه وي، چې له دې زياتو ستونزمنو حالاتو کې شپې او ورځې به سبا کوو او بيا به وايو چې ولې په موږ دالله رحم نه اورېږي! ځکه موږ  …

الله تعالى دې نور  زموږ په هېواد کې دايمي سوله، امن، يوالې او وحدت راولي او همدارنګه  افغانانو چې په دوحه کې  دتلپاتې سولې راتلو په موخه خپلمنځي ناستې پیل کړي، دیو سوله ئیز افغانستان په ګټه تمامې شي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply