!نوي کال ته څه چمتوالی په نظر کې ولرو

لیکنه : شيرمحمدامیني ستانکزی

0 649

پسرلی د کال لومړی موسم دی، چې د طبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي، د انسانانو روان ته سکون وربښي او د ژوند د چارو په سمبالښت کې رغنده رول لوبوي، ځکه هر وګړی د ځان لپاره منظم پلان او تصمیم لري، چې څه وکړي او څه ترسره کړي؟

د پسرلي ښکلي موسم کې وګړي  نوي پلانونه ترسموي، د همدې موخو په اساس  خپلې چارې سموي او د ژوندانه ټولو  چارو لپاره ځان دپرمختګ لوري ته باسي .

له دغو پلانونو پرته  هرانسان  هڅه کوي، چې د خپل هېواد د سمسورونې او رغوونې لپاره نیالګي کېږدي، چې د هېواد هره سیمه ښکلي او زرغونه شي او راتلونکي  نسلونو ته  به يې د خپلو لاسونو نښانې پریښې وي او دیوې سترې ډالۍ په توګه خلک  به ورڅخه ګټه  ترلاسه کړي .

په دغه زرغون موسم کې  هېوادوال  هڅه کوي، چې  په رغنیزو چارو ځانونه بسیا کړي، چې هم به يې هېوادته خدمت ترسره کړې وي او هم به يې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره  حلاله نفقه  خپلو کورنیو ته ګټلي وي .

د دې لپاره چې په هېواد کې دهرافغان ژوند خوندي او د پرمختګ لړۍ روانه وي، نو مخالفې ډلې دې  په افغانستان کې تلپاتې  سولې ته غاړه کیږدي، ځکه په جګړه کې هېڅ بریا نشته او کوم ځای  هم نه نیسي؛ بلکې دبریا لوړ  پوړ  ته رسیدل یوازې او یوازې دخبرو او ملي مصلحتونوله لارې شونې ده اوبس .

که زموږ ناچاره ژوند نور په ډول ـ ډول  ناندریزو  وختونو کې تېر شي، خو دا په یاد ولرئ، چې تاریخ به نوي نسل ته دا هر څه په ډاګه ولیکي، چې هغه وخت به خدای مه کړه اوسنۍ بې پيروايي راتلونکي نسل ته د پېغور په توګه پرېښودل شي. حال داچې زموږ هېواد د ویاړنو ډک تاریخ لري او باید تل د ملت وياړنې دتاریخ په زرينو کرښو وليکل شي.

راځئ؛ سږني کال کې ټول ولس د رښتینې سولې او پرمختګونو لپاره هڅې ګړندۍ کړو، په خپلو سیمو، بانډو او آن  دهېواد په کچه اوچت قدمونه دهېواد د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره واخلو، چې نور دبهرنیو او تاریخي دښمنانو له ناوړو دسيسو خلاصی پیدا  او د بین الافغاني جرګو له لارې  خپلمنځي کړکېچونو ته دپای ټکی کېښودل شي .

څنګه چې دپسرلي په زرغون موسم کې خپلو کروندو لپاره کار ته لومړیتوب ورکوو، همداسې یو څه  وخت دهېواد ملي ګټو ته هم وقف کړو او دهیواد  د آبادۍ او ښیرازۍ  لپاره ګډه  او رښتینې مبارزه وکړو.

نو زموږ دکړنو پایلې به مو ژر تر بریا ورسوي او په هېواد کې به هرکال دپسرلي ښکلي موسمونو ته خوښي په جشنونواو یوالي سره ټول هېوادوال ولمانځي.

د دې ورځې په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply