که چېرته مالګه ونه خورو پر بدن مو کومې اغېزې پرېباسي؟

0 2,947
موږ هر وخت په عام ډول سره دا خبره ډېره اورو، چې ډېره مالګه د روغتیا لپاره خطرناکه ګڼل کېږي، چې بیا له خواړو سره هم ورته کړنه ترسره کوو او کمه یې استعمالوو. خو ځینې داسې خلک هم شته چې د دې ټولو لارښوونو سره بیا هم ډېره مالګه استعمالوي، چې پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي.

خو که چېرته حقیقت ته نظر ورکړو، نو مالګه زموږ د بدن لپاره اړینه ده، چې بیخي نه استعمال یې په روغتیا ډېر بد اغېز پرېباسلی شي.

راځئ چې د هغه ستونزو او ناروغیو په اړه معلومات ولولو، چې د مالګې په وسیله له منځه ځي!

  • هغه هورمونونه چې د وزن د ډېرېدو سبب ګرځي، ایوډین لرونکي مالګه یې برابر ساتي. که چېرته د مالګې استعمال پرېښودل شي، نو د هورمونونو په سیستم ناوړه اغېزې کوي، بدن ورسره چاغېږي، پوستکی سپوروي او د هډوکو او غضلو د درد سبب کېږي.
  • ویل کېږي چې مالګه د زړه لپاره زیانمنه ګڼل کېږي، خو سودیم لرونکي مالګه د هغه کسانو لپاره ګټوره وي، چې د زړه ناروغي ونه لري، خو که چېرته یې استعمال نه کړي، نو د زړه د کمزوري کېدو سبب یې هم ګرځي.
  • ویل کېږي چې ډېر سودیم د انسولینو په څېر فعالیتونه ترسره کوي، خو که چېرته سودیم کم شي، نو په انسولینو ناوړه اغېزې کوي او د وینې په لوړ فشار او د شکر په ناروغیو مو اخته کولی شي.
  • کله چې په بدن کې د سودیم کچه راکمه شي، نو هغه نښې، نښانې پکې را څرګندېږي، چې په بدن کې د اوبو د کمښت په صورت کې راښکاره کېږي. چې بیا خوله ورسره وچېږي، د تندې احساس ورسره زیاتېږي او د سټریا احساس رامنځته کوي. دغه راز هغه کسان چې سودیم یې کم وي لږې تش متیازې هم کوي.
  • د مالګې په نه استعمال سره پر کلیسټرولو اغېز پرېوزي، چې د بدن د نورو غړو سربېره په زړه هم تاثیر غورځولي او د سر ګرځېدل هم پیدا کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply