پښتون ژغورنې غورځنګ سبا په کراچۍ کې لويه غونډه کوي

0 741

پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو خبر ورکړی چې د خپلو غونډو په دوام سره سبا يکشنبه د ډيسمبر په ۶مه په کراچۍ هم لويه ولسي غونډه ترسره کوي.

دوی وايي، کراچۍ هغه ښار دی چې په زياته پيمانه پښتانه په کې مېشت او ډېر کله دغلته پښتانه ځورول شوي، ورک شوي او ان وژل شوي هم دي. د پښتون غورځنګ يادې غونډې موخه په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو ستونزو په اړه د غږ اوچتول او د قانون په چوکاټ کې يې له پاکستان حکومت د حل غوښتنه ده. د يادې غونډې لپاره په کراچۍ کې له څو ورځو راهيسې چمتووالی روان دی او ټاکل شوې چې سبا به په دې غونډه کې زرګونه کسان ګډون وکړي.

له دې وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ په کوټه او شمالي وزيرستان کې لويې ولسي غونډې ترسره کړي او په دې غونډو کې يې د پاکستان پر پوځ او استخباراتو له دې کبله توندې نيوکې کړي چې په پښتونخوا، بلوچستان، قبايلو او نورو پښتون مېشتو سيمو کې نه يوازې دا چې قانوني حقونه نه ورکوي، ترڅنګ يې د دوی په کليو او بانډو کې ترهګري روزي او ترويجوي يې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply