محب: په حکومت کې د طالبانو شموليت لپاره د مذاکراتو په حال کې يوو

0 718

د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، دا مهال له وسله‌والو طالبانو سره ژورو مذاکراتو ته ښکته شوي څو په نظام کې د طالبانو شموليت په موخه پر يوې سياسي حل لارې تفاهم ته ورسېږي.

محب دا څرګندونې تېر شپه د «منځنۍ اسيا ستونزو حل لارې» تر عنوان لاندې کنفرانس ته چې په بحرېن کې جوړ شوی و کړي دي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی په افغانستان کې به يو داسې نظام رامنځته کړي چې د طالبانو په شمول ټول اقشار په کې فعاله ونډه ولري. د ملي امنيت شورا سلاکار ياد کنفرانس ته دغه راز زياته کړه:

«د افغانستان حکومت له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی څو دا ډله په حکومت کې شامله کړي. موږ ښايي وتوانېږو چې داسې سيستم رامنځته کړو چې په هغه کې ټول افغانان خپل ځان وګوري او د نظام په چوکاټ کې چې موږ به يې جوړ کړو، د دوی له فکرو استازولي وکړي.»

د افغان دولت دې چارواکي په خپلو خبرو کې د راتلونکي نظام څرنګوالي په اړه جزيات نه دي ورکړي خو له دې وړاندې ولسمشر غني د موجوده نظام پر پايښت ټينګار کړی او تل يې ويلي چې يوازې جمهوري نظام کولی شي ټول اړخونه په غېږ کې ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply