د کاپيسا شخړو حلولو رئیس د ۸سوه جرېبه ځمکې پر غصب تورن دی

سيحون خبري اژانس

0 1,197

سيحون خبري اژانس داسې اسناد او شواهد تر لاسه کړي چې ښيي د کاپيسا ولايت د شخړو حلولو رئيس عبدالوارث روحاني د دغه ولايت مرکز اړوند عاشور خېلو سيمه کې ۸سوه جرېبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه سند چې سيحون ترلاسه کړی ښيي، د عدليې وزارت اړوند د دولت قضاياوو رياست د کاپيسا عدليې رياست ته مکتو لېږلی او په کې ليکلي يې چې د قاضي عبدالوارث له لوري ۸سوه جرېبه ځمکه غصب شوې ده.

په دې مکتوب کې د يادې قضيې په اړه د کاپيسا له عدليې رياست د وضاحت غوښتنه شوې خو له ۱۳۹۵ کال را په دېخوا چې ۴ کاله کېږي، د کاپيسا عدليې رياست له لوري د يادې قضيې په اړه د دولت قضاياوو عمومي رياست ته هېڅ مالومات نه دي ورکړل شوي.

د ياد مکتوب په يوه برخه کې راغلي: «د ذکر شويو مدعيانو او افرادو په اړه چې څو دوسيې يې ترتيب شوي، هرې يوې دوسيې د طرفېنو شهرت او د محاکمو مراحلو په اړه يې دې رياست ته راپور ورکړئ.»

په يوه بله ليکنه کې هم له دولت سره د خلکو د اړيکو او د سخړو حلولو خپلواک کمېسيون د کاپيسا ولايت مقام ته لېږلی ويل شوي چې د څړځايونو او اجدادي ځمکو د غصب قضيې څېړنې په هدف ګمارل شوي هيئت د څېړنو پايلو جوته کړې، چې عبدالوارث روحاني له دندې ناوړه ګټه اخيستې ده.

د دغه سند پر بنسټ د کاپيسا د شخړو حلولو رئيس عبدالوارث روحاني دنده هم ځنډول شوې ده. له دې سره د کاپيسا ځايي چارواکي وايي، که څه هم عبدالوارث روحاني له لوري د ځمکې غصب موضوع يو ځل وړاندې فيصله شوې، خو زياتوي چې په دې اړه د خلکو له شکايتونو سره سم د نوموړي دوسیه يو ځل بيا تر عدلي تعقيب لاندې نيول شوې ده.

د والي وياند قېس قادری وايي، عبدالوارث روحاني د معمول په څېر خپله دنده پر مخ وړي او هېڅ ډول ځنډ په کې نه دی راغلی. نوموړي له سيحون سره په دې اړه خبرو کې وويل: «دوسيه يو ځل فيصله شوي او خپله روحاني صېب اسناد هم لري چې حق په جانب دی. خو بيا داسې ادعاوې شوي چې ګواکې دا ځمکې غصب شوي دي او له همدې کبله دوسيه بيا څېړنې ته تللې ده.»

د کاپيسا اوسېدونکي بيا پر دې باور دي چې يادې ځمکې د عبدالوارث له لوري د ټوپک او دولتي امکاناتو په زور غصب شوي دي او په حکومت کې ځيني لوړپوړي چارواکي يې هم ملاتړ کوي.

ومو غوښتل چې د يادې قضيې په اړه د کاپيسا شخړو حلولو رئيس عبدالوارث روحاني نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره مو له نوموړي سره اړيکه ونه شوه.

سيحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply