د حکمتيار اړوند اسلامي پوهنتون له قانوني جواز پرته فعالیت کوي

سیحون خبري اژانس

0 891

په لوړو زده‌کړو وزارت کې يوه باوري سرچينه وايي، کابل کې اسلامي پوهنتون چې په ۵ نورو ولایتونو کې هم څانګې لري او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار اړوند دی، لا هم د قانوني جواز په نه لرلو سره فعاليت کوي او په ناقانونه توګه محصلان جذبوي.
د سرچېنې د هغو مالوماتو له مخې چې سيحون خبري اژانس ته يې ورکړي، یاد پوهنتون ته په کابل د جواز ترلاسه کولو په هدف يو لړ پړاوونه طی شوي خو دغه طی مراحل دا نه اجابوي چې فعاليت دې پيل او جاري وساتي.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، دا چې نوموړی پوهنتون په کابل کې هم د فعاليت جواز نه لري نو د اصولو خلاف يې په ۵ نورو ولايتونو کې هم څانګې پرانيستې او فعاليت کوي. د لوړو زده‌کړو په وزارت کې دغه سرچینه وايي، په کابل کې د اسلامي پوهنتون مرکزي څانګې چې وړاندې یې د طب پوهنځی نه درلوده څو ورځې وړاندې یې دا څانګه هم نوې فعاله کړې ده.
خو په دې پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت محصلان وايي، دوی نه دي خبر چې اسلامي پوهنتون د لوړو زده‌کړو له وزارت سره نه دی راجسټر شوی. د محمد صميم په نوم د دغه پوهنتون يو محصل وايي، د پوهنتون مسوولانو له لوري ورته په لومړيو کې ډاډ ورکړل شوی و چې له وزارت سره راجسټر او قانوني دي:
«موږ له ځېنو خلکو او حتا رسنیو هم اورېدلي چې اسلامي پوهنتون قانوني بڼه نه لري خو دلته بیا مسوولین او ښوونکي پوره ډاډ راکوي چې داسې هېڅ ډول ستونزه نشته او موږ باید خپل درسونه په ارام زړه ووایو.»
نجات احمد چې د یاد پوهنتون بل محصل دی له سیحون سره خبرو کې وايي، دوی هم په دې پوهېږي چې ايا پوهنتون د قانوني جواز اخيستو کارونه بشپړ کړي او که نه. خو زیاتوي چې حکومت باید دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي:«د حزب اسلامي له لوري دې پوهنتون ته ډېر ګرم تبلیغات وشول. موږ څه خبر وو، د خپلو زده کړو په خاطر مو دلته ثبت نام وکړ. اوس دا زموږ ستونزه نه ده حکومت باید دې ستونزې ته رسیده‌ګي وکړي او زموږ د سلګونه محصلانو راتلونکی وژغوري.»
د افغانستان خصوصي پوهنتونو اتحاديې د نشراتو رئیس کریم ناصري هم سیحون خبري اژانس سره خبرو کې د اسلامي پوهنتون په اړه دا موضوع تائيدوي او وايي، د مرکزي څانګې د جواز کارونه یې روان دي ښايي لنډه موده کې بشپړ شي: «اسلامي پوهنتون د حکمتیار صېب له راتګ سره سم د حکومت سره په هوکړه کې منظور شو او حکومت هم مکلف دی څو دې برخه کې همکاري وکړي، خو دلته ځينې سیاسي مسایل او اختلافات شته چې د دغه پوهنتون د جواز کارونو کې یې خنډ پیدا کړی دی.»
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت وياند هم د ياد پوهنتون جواز نه درلودو موضوع تائيدوي او وايي، له مرکزي څانګې پرته یې د هېڅ يوې څانګې جواز ترلاسه کولو طی مراحل نه دي پيل شوي.
د دې وزارت ویاند حامد عبیدي له سیحون سره په خبرو کې وايي، دغه پوهنتون لا هم د فعالیت بشپړ جواز نه لري او زیاتوي چې یوازې نصاب یې د حکومت له لوري تائید شوی او نور کارونه یې د ارزونې د کمېتې تر څار لاندې دي: «د اسلامي پوهنتون یوازې یوه څانګه چې احمد شاه بابا مېنه کې ده، د لوړو زده کړو وزارت سره یې لا کارونه نه دي بشپړ شوي یوازې نصاب یې تائید شوی. نور د ارزونې کمېټه لګیا ده کار کوي څو کارونه یې جریان پیدا کړي.»
حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار دفتر بیا وايي، د اسلامي پوهنتون قانوني کارونه بشپړ شوي دي او دا پوهنتون له حکومت سره د هوکړې له مخې رامنځ ته شوی دی چې د قانوني جواز کارونه یې نهايي شوي دي.
دا مهال د هېواد په کچه ۳۹ دولتي او ۱۲۷ شاوخوا شخصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې فعالیت کوي چې زرګونو محصلان په کې په زده کړو بوخت دي.

سیحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply