په افغانستان کې جګړې پر درولو د هند ټينګار

0 657

د هند بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې د ملاتړ په څرګندولو سره په افغانستان کې جګړې بندولو غوښتنه کوي.

په کابل کې د هند سفار په دې اړه ټوېټر کې ويلي، هند په افغانستان کې د ترهګريزو بريدو بندېدو په موخه د افغانستان سولې له پروسې ملاتړ کوي، څو د سفارت په وينا د افغانستان تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي او د سولې په اړه د افغانانو هيلي پوره شي.

له دې سره د افغانستان بهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې محمد حنيف اتمر له خپل هندي سيال جی شنکر سره د سولې او دوه اړخيزه اړيکو په اړه ټليفوني خبرې کړي دي. بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، اتمر د جينوا کنفرانس پرمهال او دغه راز له دوو لسيزو را په دېخوا له افغانستان سره د هند دوامداره مرستې ستايلي دي او دا يې د وداړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نږدېوالی بللی دی.

د خبرپاڼې له مخې جي شنکر هم د سولې له پروسې د ملاتړ او دغه راز له افغانستان سره د دوه اړه اړخېزه دوامداره اړيکو په اړه ډاډ ورکړی دی.

هند داسې مهال د سولې له پروسې ملاتړ څرګندوي چې موده وړاندې افغان حکومت هم د سولې په پروسه کې د هند پر شموليت ټينګار کړی او زياته کړې يې وه چې د سولې يوې داسې پروسې په اړه هڅې بايد زياتې شي چې د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې او نظرونه هم په کې شامل وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply