نيويارک ټايمز: امریکايي ځواکونو د زرګونه افغانانو ځمکې غصب کړي

0 731

نیویارک ټایم ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو پرته له کوم امتیاز ورکولو څخه د زرګونه افغانانو ځمکې غصب کړي دي.

ورځپاڼه وايي، امریکايي پوځیانو پر شاړو ځمکو سربېره د عامو افغانانو کرنيزې ځمکې لاندې کړي او زیاتوي چې خاوندانو یې د بېرته ترلاسه کولو لپاره له قانوني لارو مبارزه هم کړې خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال زرګونه لنډمهالې او اوږدمهاله اډې جوړې کړې چې د یادو اډو د جوړولو لپاره یې د عامو افغانانو زرګونه جرېبه ځمکه غصب کړې ده.

راپور دغه راز زیاتوي چې د امریکايي پوځيانو اوسنی حضور کم او یا هم ځینو سیمو بیخي صفر دی، خو د غصب شویو ځمکو پر سر دعوې او جنجالونه تر دې مهاله د افغان ځواکونو او ځمکه‌والو ترمنځ روان دي، ځکه د راپورو له مخې د امریکایي پوځیانو اډې تر ډېره افغان سرتېرو ته سپارل شوي دي.

د نیویارک ټایمز راپور همدا راز وايي، امریکایي پوځیانو د ځمکو غصب له امله د یادو ځمکو څښتنانو ته هېڅ راز تاوان نه دی ورکړی او شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې د ځینو کروندګرو ځمکې د امریکایي پوځیانو په اډو بدلې شوې دي.

د نیویارک ټایمز دا راپور داسې مهال خپرېږي چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۴۵۰۰ تنه دی او د سپينې ماڼۍ د پرېکړې له مخې ټاکل شوې دا شمېر ۲۵۰۰ تنو ته راښکته شي.

U.S. Leaves Behind Afghan Bases — And A Legacy Of Land Disputes

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply