جګړه، فساد او پاشلې ټولنه 

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

0 635

د خپلو تجربو، مطالعو، مشاهدو او څيړنو په رڼا کې زمونږ د هیواد ستونځې فقر، لوږه، بيکاري، د زده کړو ټيټه کچه، افراطيت، د سياسي پوهې کموالئ، د ملي مشرتابه نشتون، د مديريت نيمګړتياوې، د وړتیاو نشتون، پردي يرغلونه، زورواکي، د قانون نه پلئ کيدل، پردئ استخباراتي لاسوهنې،  نيابتي جګړې، ناامني،  فساد، پاشلي ټولنه او ويشل شوئ حکومتي نظام يادولاى شو، خو جګړه، هر ډول فساد، پاشلې ټولنه او ويشلئ حکومتي سيستم د پورتنيو ګڼو ستونځو بنسټ ګڼو او د حل په هکله يې ځانګړي وړانديزونه کوو.

جګړه!

له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته روانه جګړه د نورو ټولو بدبختيو بنسټ ګڼلاى شو، خو ددې مطلب دا نه ده چې که جګړه روانه وي، نو مونږ د نورو ناخوالو د مخنیوي له مبارزې څخه لاس اخلو. داسې ويلاى شو چې زمونږ پورتني عمده ستونځې په خپل منځ کې پياوړې اړيکي لري، يو دبل ممدې او متممې دي. جګړه فساد ته لاره هواروي او فساد د جګړو د اوږدوالي لامل ګرزي. جګړه او فساد دواړه د ټولنيزو ارزښتونو د پاشلتيا، د نظام د کمزوري او ټکني کيدو  بنسټ جوړوي. که مونږ په پورتنيو ستونځو کې د هر يو په وړاندې د مبارزې لپاره پياوړئ ګام پورته کوو، اغيزې يې په نورو دوو باندې هم پريوزي.

خورا اړينه ده چې د سولې په موخه د جګړې دواړه اړخونه د واک لپاره د مانورونو کولو پرځاى د مختلفو ديني، سياسي قومي فرهنګي او ټولنيزو کړيو د بشپړې همغږي او تفاهم په چوکاټ کې له مختلفو لارو څخه اغيزمنه متمرکزه او رغنده مبارزه پيل شي. مونږ د سولې لپاره  اوسنئ نيمګړې پروسه ناکامه ګڼو او د دواړو خواو په چلن او تعامل کې د انعطاف او ژور بدلون غوښتنه کوو. وخت حساس، شېبې د شمار، ولس د سولې غوښتنه کوي او تاریخ بېرحمه قاضي ده. د سولې په تړاو اوسني ميکانيزمونه ستونځه نوره هم پيچلي کوي. د سولې لپاره د سليقوي چلن له خپلولو پرته د ملي او سياسي اجماع هڅو ته اړتیا ده.

داسې ډيرې نښې نښانې، په کور د ننه او بهر شتون لري او ځينې تحرکات ليدل کېږي چې د نوييمې لسيزې د تکرار ترخه يادونه تازه کوي. حکومت، طالبان، سياسي او ملي بنسټونه دنده لري چې خپلمنځي اختلافات شاته پريږدي او د احتمالي فاجعو مخه ونیسي. د دوحې په بين الافغاني مذاکراتو کې د بن بست د ختمېدو له خبرونو وروسته د ارګ نوئ مانور قطعاً د توجیه وړ نه وه. دغه ډول پيچلتيا او ابهامات پيدا کول د ولس او حکومت ترمنځ پخوانى واټن نور هم زياتوي او په حکومت کې د ننه د درزونو  لپاره لاره هواروي، خو ارګ دغه خطر نشي حس کولاى.

فساد؛

فساد هغه شومه پديده ده چې د جګړو د لمنې په پراختیا، له قانون څخه د معافيت، د عدالت په پلئ کولو کې د پاتې راتلو، اقتصادي ودې د مخنیوي، د هيواد او بنسټونو د بدنامي د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زياتولو او نړيوالو مرستو د بنديدو لامل ګرزيدلئ ده.

ددغې شومې پدیدې په وړاندې د مبارزې لپاره تر اوسه د ارګ لخوا ګڼې داسې ادارې، بنسټونه کميسيونونه او دفترونه جوړ شوي دي چې موخو ته د رسيدو پرځاى يې معکوس نتايج ورکړي. د فساد د ختمولو او يا هم د فساد د کچې د راکمولو پرځاى يې د فساد ګراف نور هم لوړ بيولئ ده.  ډيره څيړنه مې وکړه خو لاهم نه پوهېږم چې ارګ د شته بنسټونو د سمون او بدلون پرځاى د موازي ادارو په جوړولو کې ولې دلچسپي لري، حال دا چې له شاذ او نادر پرته په موازي بنسټونو کې فساد د پخوانیو ادارو په پرتله زيات ده.

زما په آند د فساد ريښې ولسمشر ته له ډيرو نږدې چارواکو څخه سرچینه اخلي او په وړاندې يې هيڅ ډول ګام نه ده پورته شوئ. په ټولنيزو رسنيو کې په څرګند ډول د لوړو پوستونو د پير او پلور خبرې کيږي چې مونږ يې مطلقاً دروغ نشو ګڼلاى.
ددغې چټلې پديدې د مخنیوي لپاره د بنسټونو او ادارو جوړولو پرځاي لاندې ګامونه پورته کولو ته اړتیا ده؛

١- د په لوړه کچه د مالي او اخلاقي فساد د ختمولو په موخه عملي اقدامات بايد له ارګ څخه پيل پايلې يې له ولس سره شريکې شي.
٢- څارنوالي او محاکم مجبور کړاى شي چې د فساد ټولې دوسيې په معين وخت کې سر ته ورسوي، د جنايت د ثبوت په صورت په فساد کې ککړ چارواکو ته سختې سزاګانې واورول شي او ولس ته علني شي.
٣- څرګند حقیقت ده چې که په لوړو پوستونو باندې ناست اشخاص په فساد کې ککړ نه وي، نو د اوس په شان د فساد د دوسيو څيړل افقي نه بلکې عمودي بڼه ولري. يعنې له لوړ پوړو چارواکو څخه پيل او په ټيت پوړ چارواکو باندې ختمه شي.

٤- د فساد د قضيو څيړونکو څارنوالانو او قاضيانو د ژوند او امنيتي خونديتوب تضمين او کلکه څارنه يې وشي.

٥- که احياناً د فساد د مخنیوي په بنسټونو کې  د کارکونکو افرادو په تړاو په فساد کې د ککړتیا لاسوندونه ترلاسه شي، د دغو چارواکو د تخلف او فساد دوسيې باید په ځانګړي محاکمو کې وڅېړل شي.

٦- مهمه لا داده چې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ارګانونو کې په دندو ګمارل شوي افراد بايد د ژبنيو قومي سمتي مذهبي او نورو تعصباتو څخه پاک او دغه سپيڅلتيا يې باید په دقیقه توګه د کوم کشفي ارګان لخوا ثابته شوې وي.

د ټولنې او حکومت پاشلئ وضعیت ده؛

درې لسيزې وړاندي شوروي اتحاد له نسکوريدو وروسته د قوميت او ژبې پربنسټ سره وويشل شو. د هغه مهال افغان حکومت هم له مسکو سره د سياسي او اقتصادي تړاو له امله د شوروي د پاشلتيا تر اغيزو لاندې راغى د پښتون تاجک هزاره او ازبک ترمنځ تعصباتو ته لمن ووهل شوه. همدغه لامل وه چې د ملکرو ملتو د سولې پروسه د هغه وخت د دوهم پوړ حکومتي چارواکو لخوا له ځينو جهادي ډلو سره په همغږي سبوتاژ او کورنئ جګړې پيل شوې. د تعصباتو دغه ويروس د مجاهدینو په ځينو ګوندونو کې هم ځاي ونيوه او افغان متحده ټولنه د داخلي درزونو ښکار شوه.
طالبان هم په دغه تړاو رغنده شالید نه لري او د هغوى د امارت په مهال هم داسې کارونه وشول د افغان ټولنې ترينګلئ وضعیت نور هم د وخامت خواته بوزي.
د بن په غونډه کې د جګړو د يوې خوا غوښن رول او د نورو اړخونو د حذف پاليسي ناکامه وه. د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال، د ژبو او قومونو پر بنسټ د واک ويش فارموله هغه ستره سهوه او عمدي خطا وه چې پايلې يې مونږ ته اوس بوږنونکې شرمونکې او ځپونکي دي.

ولسمشر غني زمونږ ټولنه کې د پخوانیو درزونو له شتون ورهاخوا د جنس او قشر په نوم هم سره وويشله. ښځې زمونږ د ټولنيز وجود نيمه برخه جوړوي، د ژوند په ټولو برخو په ځانګړې توګه په روزنه، روغتيا، نفسياتي درملنې، او د يوې سالمې کاري ټولنې په جوړولو کې تر نرانو زيات رول او اغيزې لري.  ځوانان د لوړ همت مضبوطې ارادې پياوړي عزم او د لوړې انرژي څلي دي. هغوى زمونږ د هیواد د ښيرازي ابادي او پرمختګونو ضمانت کوي، خو مونږ پورتني دواړه خواوې د نورو اړوندو تولنيزو نيمګړتياو د پوره کولو په برخه کې د ښکيلتيا پرځاى هغوى په ننداره ايزه توګه د ننني چټل سياست برخه وګرزول. نتيجه دا شوه چې هم مو ټولنه په يو بل ډول سره وويشله، جنسيتي او همدغه راز مو نسلي تعصباتو ته  لاره هواره کړه.

د تيرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په هکله باید ووایم، شک نشته چې مونږ که د نظامي يرغل له امله زيات تلفات ورکړل او زيانونه مو وګالل خو دا هم يو څرګند حقیقت ده چې د نړيوالو په مرسته مو لاسته راوړنې هم درلودې. د ښوونې او روزنې، روغتیا، معلوماتي تکنالوژي، اقتصادي برخه،  امنیتي سکتور، د بنسټونو په رغولو، عامه پوهاوي، د بيان ازادي او قسماً د زعامت په ټاکلو او ځينو نورو برخو کې د پرمختګونو شاهدان او لاس ته راوړنې لرو. پورتني پرمختګونه د نړيوالو د مالي مرستو له امله ترلاسه شوي دي، خو په هغه برخه کې مونږ هيڅ ډول لاسته راوړنه نلرو چې ورته تر هرڅه زياته اړتيا لرو. هغه د يوې سپيڅلي، متحدې او ژمنې ټولنې جوړول دي. زمونږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې درزونو شتون درلوده، خو اوس نور هم زيات شول.

زما په اند د ښځو د حقونو په برخه کې مونږ وکولاى شو چې د لويديځ د باور او مرستو ترلاسه کولو لپاره پروپوزلونه تيار کړو مرستې ترلاسه کړو او څو ښځې په لوړو پوستونو باندې وګمارو خو هيره مو ده چې ښځې د هيواد تر نيمايي زيات نفوس جوړوي. د زده کړو، واده کولو او تر ټولو مهمه ښځو ته په ميراث کې د حق ورکولو په برخه کې اړينې لاس ته راوړنې نلرو.
مونږ ولې هيروو چې زمونږ دوديزه عنعنوي مذهبي ټولنه له غرب سره په کلتوري ټولنيزو او د ارزښتونو په برخه کې توپير لري. مونږ ته به يقيناً هغه نوښت بوږنونکې پايله ولري چې د ښځو د حقونو د خونديتوب په هکله د غرب ارزښتونه کاپي کړو.

د اسلام مقدس دين د ښځو د زده کړو، روزنې او په خوندي چاپيريال کې د کار او مالکیت په تړاو غوڅ دريز لري، خو مونږ په کلتوري برخه کې د ځينو منفي محدودیتونو له ستونځې سره مخ يو. لکه د ازدواج په مهال د مهر پرځاى د ولور په نوم د پيسو اخيستلو دود، په ځينو ځايونو کې اجباري ودونه او تر ټولو مهمه ستونځه ښځو ته په ميراث کې د حق نه و کولو دود ده چې د ښځو د حق تلفي ښکاره بيلګه يې ګڼلاى شو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان
د ليندئ ١٩، ١٣٩٩

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply