ارګ پر ملاله ميوند وسلهوال بريد بشري جنايت وباله
ولسمشر غني په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزيون پر خبريالې ملالۍ ميوند وسلهوال بريد او د نوموړې ترور نه بښونکی او بشر ضد عمل بللی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، وسلهوالې ډلې په ورته ترهګريزو بریدونو سره نه شي کولی چې په فغانستان کې د قانو پر بنسټ د وګړو تعريف شويو حقونو او بيان ازادۍ مخه ونيسي.
په اعلاميه کې زياته شوې، بيان ازادي د افغان ولس د قربانيو محصول دی او وسلهوالې ډلې به په هېڅ توګه ونه توانېږي چې د خلکو دغه لاسته راوړنه محدود کړي. ارګ ټينګار کړی چې افغان حکومت د خلکو دې اساسي حق سانتې او حفظ ته ژمن دی.
د اعلاميې له مخې ولسمشر غني امنيتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ملالې ميوند قاتلان ونيسي او د حساب کتاب په هدف دې يې د قانون منګولو ته وسپاري. د انعکاس ټلوېزيون پر خبريالې ملالې ميوند د پنجشنبې په سهار په جلالاباد ښار کې نامالومو وسلهوالو ډزې وکړې او ترڅ کې يې نوموړي ژوند بايلود.
د ملالې ميوند خپلوانو ويلي چې نوموړې له کور څخه دفتر ته پر لار وه چې د وسلهوالو کسانو له لوري د خپل موټر له چلوونکي سره يو ځای ترور شوه. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د ملالې ميوند د ترور مسووليت نه دی منلی. خو کرونيو چارو وزارت بيا دا کار د وسلهوالو طالبانو بللی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320