راځئ سفر وکړو

حمیدالله حمیدي

0 1,032

مشهور انګلیـسي لیکوال ډېوېډ مېچل (David Mitchell) یو وخت ویلي وو: «هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي، ګټونکی دی»، خو اصلي خبره دا نه ده، ګټونکی هغه څوک دی چې ډېرې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي. ولې وایي چې خپله ټوله شتمني په سفر ولګوی؟

پخوا خلکو داسې فکر کاوه چې ټولې خوښۍ په مادیاتو کې دي، خو اوس علم ثابته کړې ده، هغه څه چې تاسو ته خوښي درکوي، هغه تجربې دي. تجربې لکه سفر، له کوره بیرون کار کول، نوي شیان زده کول، له نندارتونونو لیدنه او داسې نور… موږ داسې فکر کوو چې نوی برنډ ټلوېزیون له یوې ښکلې جزیرې څخه تر لیدو ښه دی او یا ډېر عمر کوي، خو داسې نه ده.

د کارنل پوهنتون د ارواپوهنې استاد ډاکټر توماس ګیلووېچ (Thomas Gilovich) چې نږدې څو لسیزې یې د پیسو او خوښۍ تر منځ د اړیکې په اړه څېړنې کړې دي، وایي: «موږ پېرل کوو څو خوشاله شو او په دې برخه کې یو څه بریالي هم یو، خو دغه خوښي ډېره موقتي ده. سمه ده چې د نویو شیانو اخیستل راته په زړه پورې وي او خوشاله کوي مو، خو له یو څه مودې وروسته ور سره عادت کېږو». د بېلګې په توګه، نوی ټلوېزیون مو تل د سترګو په وړاندې وي، ور سره عادت کېږو. دغه ټلوېزیون لکه د یوه غبار په څېر ورو ورو د اسمان په خوا ځي او اخر مو له سترګو پناه کېږي، خو سفر کول راته بیا داسې تجربې راکوي چې ټول عمر را سره وي او د وجود یوه برخه مو ګرځي.

فکر وکړی، کوم یو به در باندې ډېر اغېز وکړي، د لوبو هغه سامانونه چې په کوچنیوالي کې مو درلودل او یا هغه سفر چې له کورنۍ سره مو یو ځای کوم هېواد یا ښار ته کړی و؟ هغه سفر ښایم چې اوس هم در په یاد شي، ډېرې خوږې خاطرې مو یې په ذهن کې ګرځي.

ګیلووېچ د حیرانوونکي ژوند تر نامه لاندې په یوه څېړنه کې چې په (Journal of Consumer Psychology) کې چاپ شوې هم ده، وایي: «دا زموږ تجربې دي چې د ژوند او وجود پر یوې لویې برخې مو بدلېږي، نه زموږ شتمني».

کېدای شي ستاسو په ژوند کې ډېر داسې څه وي چې له کچې زیاته مینه ور سره ولری او ان د هویت په څېر ور سره تړلي وی، خو له دې سره سره هغه ستاسو له وجوده لرې وي. په بدل کې یې بیا تجربې هغه څه دي چې ستاسو له وجود سره تړلې او نه بېلېدونکې دي.

ګیلووېچ همدا راز وایي: «د مادیاتو اخیستلو په پرتله د تجربو اخیستل اسانه هم دي او داسې څه دي چې نه له لاسه ورکول کېږي او نه هم زړېږي. په اصل کې دا تجربې دي چې زموږ د وجود یوه برخه جوړوي، له نورو سره مو نږدې کوي او ډېرې لویې خوښۍ راکوي».

نو ولې بیا په تمه یاست!؟ هغه پیسې چې د کور لپاره مو د نویو شیانو اخیستو ته ځانګړې کړې دي، را واخلئ او له کورنۍ سره مو په ګډه سفر وکړئ، موزیم ته لاړ شئ او یا هم د ښار یوه ښکلي پارک ته لاړ شئ او څو شېبې په خوښۍ تېرې کړئ. ډاډه یم چې دا خوښي به مو ټول عمر په یاد وي او هر وخت به یې له خاطرو او تجربو خوند اخلی.

راځئ سفر وکړو کتاب د سفر په اړه پر لارښوونو پیل شوی دی. وروسته پکې  هغه ځایونه در پېژندل شوي، چې د سیل او چکر لپاره خورا مناسب او مشهور دي. مانا دا چې هر کال ترې ډېر خلک لیدنه کوي او د دې لپاره ورځي، چې یو څو شېبې یې په خوښۍ تېرې شي، تجربې تر لاسه کړي او په ژوند کې ورته د یوې خاطرې په توګه پاتې شي. د دغه کتاب لیکوال الهام رهنورد دی او حمیدالله حمیدي پښتو ژبې ته را ژباړلی دی. کتاب ټول سل مخونه لري چې په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شوی. پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره یې په کابل او د ولایتونو په لویو کتابتونونو کې پیدا کولی شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply