!د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ

ریاض مقامزی

0 688

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د “ووهان” ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ځينې خلک دې ښار ته د چین شيکاګو وايي. ووهان “Wuhan” د چین له لویو ښارونو څخه ګڼل کېږي.

د نفوسو په لحاظ ددې هېواد شپږم ستر ښار دی. دغه ښار د پرمختللي ولايت (هوبئي) مرکز دی. که څه هم دغه ښار اوس ډېر پرمختللی دی خو تاریخي قدامت یې “۳۵۰۰” کلونو ته رسېږي. په تاریخي لحاظ دغه ښار د درېيو نورو ښارونو (پووچانګ، هانکو او هانیانګ) له ادغام څخه منځته راغلی دی. د ښه موقعيت له کبله یاد ښار د نورو ښارونو ترمنځ د وصل د نقطې حيثيت لري. له دې ښاره د چين نورو سیمو ته د ورتګ امکان اسانه دی.

ددې ښار ګڼ تاريخي او فرهنګي ځایونه ددې سبب شوی، چې ګرځندویان ورمات شي. د چين دولت ياد ښار د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکز په توګه پېژني. د اوسېدونکو شمېر یې شاوخوا “۱۱” میلیونه دی. د دې ښار هوا نیمه ګرمسیر ده. ورښت په کې ډېر زیات وي. په اوړي کې یې د تودوخې درجه تر “۲۶” سانتي ګرېډ او ځينې وخت له دې هم پورته کېږي.

په پسرلي او مني کې یې هوا معتدله وي، خو ژمی یې سوړ وي، چې د واورې ورښت هم لري. همدارنګه که تاسو ددې ښار ليدل غواړئ نو Yellow Crane Tower, Wuchang, Bianzhong, Zhongshan، ختيځ سیند او جيکينګ هغه سيمې دي چې د ګرځندویانو پام يې ځانته اړولی دی او هر کال ګڼ شمېر سیلانیان د یادو ځایونو لیدو ته ورځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply