دولتي چارې – پروسه که نتايج

قدرت الله هېوادپال

0 622

کله چې موږ پر اداري چارو او مديريت غږيږو نو لاسته راوړنې يې عموماً د پروسې او يا نتايجو له اړخه څيړو، دلته غواړو پر دې وغږيږو چې په دولتي اداره کې يا دولت عموماً له اصلاحاتو او بهترۍ څخه غږيږي نو څه بايد ورته لومړيتوب ولري، د پروسې پوره کول که نتايجو لاسته راوړل.

دولت پر پروسو روان دی، پدې پروسه کې خلکو د دولت رضايت يا جواز ته اړتيا ده يعنې چې دولت د خلکو په چارو کې خنډ واقع نه کړي نو ځکه بايد له دولت څخه جواز واخيستل شي. که چيرې دا رضايت حاصلول ستونزومن وي نو بیا د همدې رضايت حاصلول ځينې وخت د رشوتونو او نورو نادودو سبب ګرځي، کله چې دولت وکولای شي خپله اجازه يا رضا په آسانه چا ته ورکړي، نو هلته بيا غير قانوني چارو پسې د ګرځيدو اړتيا نه وي.

ورسره دا بحث هم دی چې، دولت ته خلک د خپل کار د آسانۍ لپاره نه بلکه د هغې د شر څخه ځان ساتلو لپاره ورځي، چې سبا به مخې ته لس پنځلس تيار خواره ولاړ وي او خپله برخه به غواړي، نو ځکه بهتره ده مخکې لدې چې څوک مې د کار خنډ شي، لومړی بايد د هغې خنډ مخنيوي په لټه کې شو. او د دې خنډ مخنيوی چې له هرې لارې ممکن وي بايد وشي، په هغه چارو کې چې دولت په قانوني توګه غښتلی وي او قانوني لارې کار په آسانه کيږي نو هلته خلک قوانينو پسې ځي، په هغه چارو کې چې ابهام موجود وي، قانوني لاره پيچلې شوې وي يا واسطه او رشوت عام وي نو بيا خلک آسانو لارو چارو پسې ګرځي.

دولت لپاره ولې پروسې مهم دي، ځکه چې دولت خپل صلاحيت خرڅوي، او هر چارواکی پر يوه موقف او چوکۍ ناست وي او خلکو د هغې چوکۍ لاسليک يا اجازه پکار وي، يعنې د دغې چوکۍ اشغالوونکی د دولت په استازيتوب دا صلاحيت لري چې تاسې ته د اجازه درکړي، نو کله چې موږ د دولت له اړخه نتيجه تعريفوو نو د هغه لاسليکونو لاسته راوړل يا پروسو څخه تيريدل مو هدف وي چې د دولت يا دولتي ادارې په چوکاټ کې بايد طی شي.

د خدمت وړاندې کول د دولت کار نه دی، خدمت پر نتايجو بنا وي او هغه خدمت ښه نتيجه ورکوي چې ښه، بهتره او ارزانه وي، او لاسته راوړل يې آسانه وي، چې په نړۍ کې دولتونه بيا پر دې معيار برابر نه دي، د دولت بې ځايه پړسوب، د پروسو او قوانينو ابهام يا سليقوي تشریح، شخصيت پړسونه او بې ځايه ځان مهم ګڼل، دولتي چارې د شخصي سکتور په پرتله سستی کړي دي.

له همدې کبله د خدمت وړاندې کولو لپاره بايد له شخصي سکتور سره سيالي ونه شي، ځکه هغه چارو کې چې د دولت شخصي سکتور کې سيال شته، لکه په مخابراتي خدمتونو کې، هلته دولتي اداره په هیڅ کې حساب ده، يا خلک لومړی شخصي سکتور خوښوي او که چيرې وس يې ونه رسيږي نو بيا دولتي ادارې ته مراجعه کوي، چې ځينې بيلګې د روغتيا او پوهنې روزنې برخې دي.

لدې بحثه مو هدف دا دی هر کله چې موږ په دولتي يا د عامه ادارې په چوکاټ کې د اصلاح پر موضوع غږيږو بهتره ده چې د پروسې، قوانينو، کړنلارو او عامه ګټو له نقطه نظره بحث وشي، نه دا چې د شخصي سکتور په څير نتيجه د مادي ګټې يا مشتريانو ته خدمت له اړخه تعريف کړو.

white and brown concrete building

دولت قوانين او کړنلارې جوړوي د هغو قوانينو پر استناد سکتورونه، خدمتونه او اقتصاد عياريږي، هر کله چې دولت له خپلې لارې واوړي نو خپل کار ترې پاتې وي او پرديو چارو پسې ځغلي.

بيا چې کله موږ پر پروسه تمرکز وو، ورسره نتايج د دولتي ادارې له نقطې نظره تعريفوو، لکه د پروسې له اړخه ټاکو چې څومره مشتريانو ستونزې حل شوې، دا کړنلارې يا پاليسئ چې جوړيږي عملي کول به يې څومره آسانه وي، څومره به د ولس ژوند آسانه کړي، څومره به ستونزې يا پوښتنې حل کړي او ادارو ته به د خلکو مراجعه کمه کړي، او داسې نورې بې شمېره بيلګې

په شخصي سکتور کې چې کله نتايج تعريفيږي نو عموماً د چارو پای ته رسول، پروژوې ختمول، مشتريانو ډيرول، ګټې لوړول، شهرت حاصلول او داسې نورو له اړخه تعريفيږي، ځکه چې شخصي سکتور بديل لري، هیڅ داسې کاروبار، صنعت يا محصول نشته چې شخصي سکتور يې وړاندې کوي او بديل ونه لري، آن که د نړۍ تر ټولو سترې د ټکنالوژۍ يا نورو سکتورونو شرکتونه وګورئ د هغوی محصول بديل لري، آن د کيفيت له اړخه هم بديل لري، دا دې څوک نه وايي چې پلانکی شرکت ځکه مخکې دی چې محصول يې بديل نه لري، يوازې مخکښه شرکتونه په خپل کار کې ممتاز دي، مشهور دي، مشتريان ډير لري او نور داسې لاملونه ښايي د هغوی د مخکښئ سبب شوي وي، خو ټول بديل لري.

بل اړخ ته يې، دولتي خدمتونه له ټولو نيمګړتياوو او نااهليو سره بديل نه لري، لکه څوک تذکره غواړي بل څوک يې نشي ورکولای، که قباله غواړئ، قانوني سند ته اړتيا لرئ، ماليه ورکوئ، او نور داسې ډير مثالونه شته چې بل څوک نه شي کولای هغه خدمت تاسې ته درکړي. آن هغه شخصي شرکتونه چې دولتي خدمتونه وړاندې کوي لکه ستاسې تحصيلي اسناد د بهرنيو اړيکو وزارت له لارې ثبتوي او نور، بيا هم د دولت ټاپې ته اړتيا لري.

نو ځکه پداسې صورت کې نتيجه د ګټو لوړولو يا مراجعينو ډيرولو يا مستقيماً د چارو او پروژو ختمولو له اړخه بايد تعريف نه شي، بلکه وګورو چې څرنګه پروسې ګړندۍ کولای شو، بيوروکراسۍ مخه نيولای شو، څرنګه د قوانينو او کړنلارو له لارې اړونده اړخونو ته واک سپارلی شو.

د افغانستان دولتي ادارو تر ټولو لويه ستونزه له حده زيات مرکزيت دی، هر څه يوه شخص ته روان وي، چې هغه په ټولو مواردو کې د ادارې مشر او نهايتاً د حکومت مشر دی، دا د دې سبب ګرځي چې له مشره اصل کار پاتې وي او آسانو او فیسبوکي چارو پسې وځغلي، تر څو چې په قانوني چوکاټ کې واک ونه ويشل شي، يعنې د پروسې هر ګام اړونده چارواکي د خپلو چارو کافي واک ونه لري، موږ به سست اجرات وينو.

architectural photo of building

د نړۍ ټول هېوادونه ورته بيوروکراسۍ لري، داسې ډير هېوادونه شته چې له موږ يې نفوس او جغرافيه دواړه ستر دي، هلته هم د بيوروکراسۍ او خنډونو بحث شته، خو د قوانينو، پروسو او معلوماتو شريکولو له لارې يې تر يوه بريده دا ستونزې حل کړي دي، سره لدې چې موږ په دې ټول بحث کې له ټکنالوژۍ يادونه ونه کړه، ټکنالوژي تر هغه چې آسانه پروسې او اړونده قانوني چوکاټ او ماهره کاري ځواک ورسره مل نه وي بيا هم نتيجه نه ورکوي، لانديني وړانديزونه مرسته کولای شي:

پروسې بايد څرګنده شي

سمه ده چې د پروسو پر ساده کولو هم دې هېواد کې ډير جيبونه ډک شو، خپله د دولت د پروسې ساده کولو اداره ساده کولو ته اړتيا لري، له درجن ډيرې ادارې همدې چارې ته ځانګړې شوې دي، خو اوسمهال يې تر ټولو بهتره او آسان حل د هرې پروسې مستند کول، څرګندول او خپرول دي، مراجعين بايد پر ټولو پروسه پوه شي، پروسه چاپ کړئ او پر ويبپاڼه يې خپره کړئ يا د ادارې پر ديوالونو يې وځړوئ، له ډيرو جنجالونو به ټول خلاص کړئ.

وخت مشخص کړئ

هر چا ته چې ورشئ همدا درته وايي چې سبا راشه، د پروسې يا اجراتو هر ګام اجرا بايد مشخص وخت ولري، لکه تاسې ته سند راغئ بايد مشخص ووايي چې په درې ساعتونو کې يې خلاصوئ، همدا ساعتونه جمع کړئ او د پروسې نهايي ساعتونه معلوميږي.

د پروسې اړونده پوښتنې روښانه کړئ

د يوې ادارې اړونده خدمتونه سره ورته وي، لکه څوک د پاسپورټ رياست ته تذکرې لپاره نه ځي، د ادارې د خدمت اړونده ټولې پوښتنې بايد ځواب شي، د اکثريت پوښتنې ورته يا يوشان وي، ټولې پوښتنې راغونډې کړئ، ځوابونه يې وليکئ او نشر يې کړئ، له ډير کړاوه به مو ځان او نور خلاص کړي وي.

هر څه بايد رئیس لاسليک نه کړي

ضرور نه ده چې هر څه پورته ولاړ شي، اړونده ټيټ پوړي چارواکي بايد واک ولري.

او په پای کې په سلوکي ډول، دولت بايد د بادشاهئ او حاکميت له فکر راووځي، که پوليس سرک بند کړی وي ورته وايي چې ولې، درته به وايي چې ځه ستا يې پرې څه، يا موږ ته امر شوی دی، اوس د عامه سرک بندولو آمر واک ولې بايد ستا تالي څټی مشر ولري. کار مو نه کيږي وايي سبا راشه، دا خلک به مجبور وي چې ستا میز ته دريږي خو بيکاره نه دي، د هر چا د وخت قدر بايد وشي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply