ولسمشر غني نن د افغان ځواکونو پر نړیوال ملاتړ او افغان سولې خبرې کړي

0 664

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، چې د ملي اردو په بودیجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغانستان د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د بین المللي ټولنې ملاتړهم پرخپل ځای دی.
ښاغلي غني د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل: د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري، خو موږ هغه مثبته سوله غواړو چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو حقوق خوندي شي.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تازه وسله والو طالبانو، د امریکایي ځواکونو له بمبارونو هغوی ته شکایت کړی خو امریکايي ځواکونو یې په ځواب کې له افغان پوځ څخه د دوامداره ملاتړ خبره کړې.
په ورته وخت کې بیا ټاکل شوې وه، چې نن د افغان سولې مرکچي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، خو د یو شمیر تخنیکي ستونزو له امله یې سفر تر سبا (سه شنبې) پورې وځنډيده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply