د شپږ نیمو غونډه او د مجرمینو وارخطايي

سیدعبدالله پاچا

0 614

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دوه میاشتې مخکې د سهار د شپږ نیمو بجو غونډې پيل کړې چې زیات تمرکز یې پر کابل ښار و.

د کابل ښار امنیتي وضعیت او ټولنیزو ستونزو حل هغه څه و چې د شپږ نیمو بجو غونډه کې یې د حل په تړاو بحثونه کیدل او پریکړې یې له خلکو سره شریکیدلې.

د دې پریکړو تطبیق اسانه نه و، ځکه په دې پلان کې وکیلان او زور واکي ټول شامل و چې قانون پرې تطبیق شي، له همدې کبله ځینو وکیلانو او زور واکو پوره هڅه وکړه چې د شپږ نیمو بجو د پریکړو د تطبیق مخه ونیسي او په یو او بل نوم باندې دا مهم پلان له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړي.

که څه هم تراوسه مافیا، زور واکي او ځینې وکیلان نه دي توانیدلي چې د شپږ نیمو بجو د غونډې مخه ونیسي، خو خپله پوره هڅه یې د دې برنامې په نوم بدې کولو او خطشه داره کولو کې کړې ده.

د شپږ نیمو بجو غونډې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه دا بللی شو چې پولیسو، ښآروالۍ او ترافیکو ته یې زړه ورکړ دی.

د شپږ نیمو بجو د غونډې بل لوی ابتکار او لاس ته راوړنه دا وه چې پریکړو کې جدي و او هغه پریکړې چې یې کړي او یا یې کوي، په پوره جدیت او قاطعیت سره یې تطبیق کوي او په دې لار کې هیڅ ډول مصلحت او زور ته غاړه نه ږدي.

د شپږ نیمو بجو له غونډو وروسته تر دې دمه سلګونه مجرمین، تورن کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز په دې موده کې سلګونه تورن کسان چې پخوا به کابل کې ازاد ګرځیدل، اوس له یو ځای څخه بل ځای ته نه شي تللی او خپلو پټنځایونو کې هم له ویرې سره ژوند کوي چې څوک یې و نه نیسي.

ښه کار دا وشو چې کابل ښاریانو ته دا وښودل شوه چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دی او یوه ورځ راتلونکې ده چې ټول به حساب ورکوي، که نن څوک جرم وکړي او یا یې پرون کړی وي، نو نن او یا سبا به یې حساب ورکوي.

د شپږ نیمو بجو له غونډې سره د کابل ښار پولیس زړه ور شوي او لکه د پخوا په څېر نه دي چې د تورو ښيښو او بې پلیټه موټرو پلټنه به یې نه شوه کولی.

د سهار د شپږ نیمو بجو غونډه کې د کابل وضعیت تر پخوا ښه شوی، غلاوې او جرمونه راکم شوي او ټولنیزې ستونزو د حل په موخه هلې ځلې چې قانون تطبیق کړي او په دې لار کې چې څوک مخې ته ورځي، د لومړي مرستیال دفتر ورسره ولاړ کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply