ولسمشر غني له خليلزاد سره د لیدنې غوښتنه ځکه رد کړه، چې د خليلزاد سفر نمايشي، د خپلې چوکۍ ساتلو او په يو اړخيزه توګه د طالبانو د غوښتنو مطرح کولو او عملي کولو لپاره و.

 ولسمشر غني په خليلزاد په غوسه دی، چې د افغانستان حکومت د تېرایستلو هڅه کوي او بار – بار يې هوکړې او ژمنې ماتې کړې دي. همداراز د سولې په روانو مذاکراتو کې يې له پاکستاني استخباراتو او طالبانو سره د لیدنو او احتمالي پریکړو جزيات پټ ساتلي دي.

له اسلام اباد څخه کابل ته له رسېدو سره سم خليلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته خبر لیږلی و، چې ولسمشر غني سره د کتنې زمينه ورته ترتیب کړي او هغه د سولې خبرو د دويم دور له پيلېدو وړاندې د طالبانو په استازيتوب د افغانستان حکومت ته پيغام راوړی، چې طالبان حاضر دي اتيا سلنه د تاوتريخوالي کموالي ومني.

سيحون د دې سفر په اړه معلومات پيدا کړي، چې ولسمشر غني په غوسه شوی او د اتيا سلنه تاوتريخوالي د کموالي په اړه يې د خليلزاد وړانديز رد کړی او ويلي يې دي:

 «د امريکا، خليلزاد او د سولې هوکړې د تعهداتو مطابق د بين الافغاني مذاکراتو لومړی جز بشپړ اوربند دی، خو خليلزاد د اوربند پر ځای د تاوتريخوالي پر کموالي ټينګار لري، دغه غوښتنه معقوله نه ده. که کېږي بايد بشپړ اوربند وشي او که نه، د تاوتريخوالي کموالی تېر مدیریت ته په کتو د افغانستان حکومت د دې وړانديز عملي کېدو ته تيار نه دی.»

معلومات ښيي، چې ولسمشر غني افغان ځواکونو ته هم پر نښه شوو اهدافو د عملياتو اجازه ورکړې او خليلزاد ته يې خبرداری ورکړی چې نور د افغان سولې پروسې پر سر د معاملې اجازه نه ورکوي، که امريکا د مذاکراتو د اسانچاري رول لوبوي نو د هوکړې، شرايطو او اړتياوو پر اساس که نه، نو نور د اوربند وخت دی او د تاوتريخوالي د کموالي مدیریت ډېر ستونزمن پړاو دی، چې طالبانو ترې په استفادې په لويو ښارونو کې د هدفي بريدونو لپاره اعظمي استفاده وکړه.

افغان حکومت د خليلزاد وروستی سفر نمايشي، د خپلې چوکۍ ساتلو او په يو اړخيزه ډول د طالبانو د غوښتنو عملي کېدو لپاره بللی او د جوبايډن نوې ادارې ته منتظر دي، چې هغه د افغانستان د سولې روان بهير څرنګوالی څه ډول تعينوي او حکومت به له هماغو شرايطو سره سم په قاطعيت د سولې راتلونکي ګامونه پورته کړي.

سیحون خبري اژآنس