د طالبانو په اړه د ولسمشرغني تازه څرګندونې

0 872

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو تیر چلند او لیدلوری بیا پر افغان ټولنه نشي تحمیل کیدلی، ځکه د نوموړي په خبره دا په هديره کې د مړو له ارامۍ او چوپتيا سره ورته حالت و.
نوموړي دا څرګندونې له (سي‌اېن‌اېن) ټلوېزيون سره په مرکه کې کړي او د سولې روانو مذاکراتو په تړاو يې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د سولې له روانو خبرو عمده هدف په سيمه کې د يوه خپلواک، متحد او سوله ‌ييز افغانستان رامنځته کول دي.
ولسمشرغني وسله ‌والو طالبانو ته په خطاب کې ویلي، که دا ډله افغانستان ته د هديرې سوله راوړي نو په خبره يې دا کار خورا منفي پايلې له ځانه سره لرلی شي.
ولسمشر غني واضيح کړې، چې عمده موخه يې په راتلونکې کې يو داسې ځای ناستي ته د واک سپارل دي چې د خلکو له غوښتنې سره سم د دوی له لوري ټاکل شوي وي.
نوموړي له (سي اېن اېن) سره د مرکې پرمهال د جګړې له کبله اوښتې مرګ ژوبلې ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه چې له ۲۰۱۵ ميلادي کال را په دېخوا په جګړه کې له ۴۰زرو زيات نظاميان او ملکي افغانان وژل شوي دي.
ولسمشر غني د سولې او جګړې په تړاو له (سي اېن اېن) سره دا خبرې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو دويم پړاو نن په دوحه کې پیل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply