د امریکا دولت افغانستان کې د لنډمهالي حکومت پلوی ندی

0 955

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن وایي، د امریکا دولت په افغانستان کې د جګړې سیاسي حل ته ژمن دی؛ خو زیاتوي چې دې هېواد کې د لنډمهالي حکومت پلوي نکوي.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړه لري او امریکا په دې باور ده، چې دا پایلې باید د افغانانو هیلې او ارمانونه څرګند کړي. نوموړي لیکلي:« موږ د زلمي خلیلزاد سره تل په دې اړه خبرې کړي، چې څنګه دوحه کې د سولې خبرې ګړندۍ شي او زموږ دا خبرې او هڅې به روانې وي.»
د ښاغلي وېلسن په خبره، چې موږ په افغانستان کې له موقت حکومت ملاټر نه‌دی کړی او امریکا یې هم نه‌کوي. په کابل کې د امریکا شارژدافیر دوحه کې د افغانستان سولې لومړي پړاو خبرو ته په اشاره ویلي، چې دا خبرې بریالۍ وې؛ خو زیاتوي، چې دې برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته چې ترسره شي. د هغه په خبره امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو او اوربند غوښتنوونکی ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې د روانې جنوري میاشت په پنځمه نېټه پیل شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply