شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې

0 975

د شمالي وزيرستان ځايي اوسيدونکي وايي، د پاکستاني پوځ او وسله‌والو مخالفانو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه ۹تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.
دوی وايي، جګړه د شمالي وزيرستان په (ډوګا مچا) کلي کې پرون د يکشنبې په ورځ شوې چې پاکستاني پوځيانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې سره د پاکستان پوځ هم په شمالي وزيرستان کې له وسله‌والو مخالفانو سره جګړه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې ياده نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني پوځيانو په ډوګا مچا کلي کې د مخالفانو پر يوه پټنځي عمليات کول.
د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي شوي، په شمالي وزیرستان کې د يادې نښتې پرمهال يې يوازې يو پوځي وژل شوی دی. خو خبرپاڼې بيا د ټپيانو په تړاو مالومات نه دي ورکړي.
په وروستيو کې پر شمالي او سوېلي وزيرستان سربېره په قبايلي سيمو او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو وسله‌وال بريدونه زيات شوي، چې په ترڅ کې یې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.
د يادو بريدونو مسوولیت ډېر کله په قبايلي سيمو کې فعال د تحريک طالبان پاکستان (TTP) او يا او هم د بلوڅ بېلتون‌پالو غورځنګ (BLA) په غاړه اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply