ژبه او مفاهمه

قدرت الله هېوادپال

0 817

داسې ګڼل کيږي چې که غواړئ چې بله ژبه زده کړئ نو تر ټولو ښه او آسانه لار يې داده چې په خپله ژبه کې مهارت تر لاسه کړئ، ويل کيږي هغوی چې خپله مورنۍ ژبه يې ښه زده وي په بهتره توګه کولای شي بهرنۍ ژبه زده کړي.

مفاهمه په ژبه کې نشي راغونډيدلای يا په بله وينا هغه څه چې زه يې وايم په اوو زرو نورو ژبو کې هم له بیلو ټکو او عنوانونو سره بيانيدلی شي، خو د اغېزمنې مفاهمې لپاره د ژبې غنا مهمه مګر حتمي نه ده.

دوه ټکي دي چې انسان د نن ژبې له کبله له نورو ژونديو ممتازوي. لومړی، انساني ژبه په کيفي لحاظ د نورو ځناورو له ژبو څرګنده توپير لري، پداسې حال کې چې د هغوی ژبې يا مفاهمې توانونه هم پرمختللي دي، لکه د شاتو مچۍ څو کيلومتره مزل کوي او نورو ته د بڼ او شاتو ځايونه د وزرو پر خځولو ورکولای شي، طوطي خبرو او مفکورو لپاره روزل کيدای شي، چمپانزي او نورو ورته ځناورو ته محدودې اشارې ورښودل کيدای شي، ځيني ځناور د خطر لپاره ځانګړی ژبه لري چې نور له خطره خبروي.

خو، انساني ژبه د خپل نامحدود ارتباطي توان له کبله ځانګړې ده، زموږ ژبه دې ته محدوده نه ده چې شات چيري دي، د کيلو لپاره د اشارو ژبه زده کړو يا نور له خطره خبر کړو چې ښکارچي زموږ د ښکار لپاره راروان دی. انساني ژبه کولای شي داسې څه بيان کړي چې فزيکي حضور ونه لري يا په نږدې چاپيريال کې وانه اوسي مګر موږ يې د خپل فکر له لارې بيانولای شو، يعنې انسان دا توان لري چې يو پيچلې سياسي يا فلسفي فکر په ژبه بيان کړي.

زموږ د مفاهمې توان ډير پيچلی دی، موږ د پيچلوالي، نزاکتونو او ارتجاعيت پراخه خزانه لرو، ورسره ډير پيچلي موضوعات په آسانه او څو ټکو کې بيانوو، او همدا د تکلم توان دی چې انسان پر ځمکه د پراخه بې حده نفوذ خاوند دی.

د نن له ژبې په هدف کې دوهمه موضوع ژبه په ټولو انساني کلتورونو کې پيچلې ده يعنې دا د انسان عمومي خصلت دی نه چې د يوه فرعي ځانګړي کلتور يا تمدن برخه وي؛ يا په بله وينا زموږ له ژبې هدف يوازې د اخبار، ټلويزون، انټرنيټ يا نورو رسمي او غير رسمي ويو څخه نه دی، بلکه ژبه په عمومي ډول يادوو، چې په هغې کې هر څه راځي.

boy singing on microphone with pop filter

يو څوک ممکن داسې فکر وکړي چې زموږ ژبه له دومره پرمختګونو، لوړو ودانيو، ټلويزوني کانالونو، ويبپاڼو، اخبارونو او نورو د نوي ژوند پرمختلليو وسايلو سره به ډيره پيچلي وي نسبت هغوی ته چې ساده ځنګلي ژوند لري لکه د امازون يا افريقا ځيني قبيلي ځکه چې د هغوی ژوند ساده او بسيطه دی، خو په حيرانوونکي ډول کله چې موږ په اصطلاح تمدن څخه بسيطه ژوند ته ګرځو، نو ګورو چې څرنګه ژبه يې له جوړښتونو، لهجو، تلفظ، عجب غږونو او استثناتو ډک وي چې سړی ورته اريان دريان کيني چې څرنګه پدې ګډو وډو دوی پوهيږي او پيچلي پیغامونه يو بل ته رسوي.

داسې ګڼل کيږي چې په پښتو کې له شپيته زرو تر اويا زرو خپل لغتونه دي، پداسې حال کې چې په فرانسوي کې يو لک شاوخوا او جرمني کې يو نيم لک شاوخوا ټکي دي، انګليسي نسبتاً غني ده چې له دوه لکو ډير ځانګړي ويي لري، خو دا حساب ستونزمن دی ځکه موږ په پريکنده ډول نه پوهيږو چې څه پکې وشميرو، لکه سپی چې د ځناور او خصلت دواړو لپاره کاريدلی شي، پداسې حال کې چې نورو ژبو کې دواړو لپاره بيل بيل ټکي شته.

داسې انګيرل کيږي هغوی چې پر ژبه حاکميت ولري د بل په خبره ښه پوهيږي او د بل نظر درکولی شي، ژبه له موږ سره مرسته کوي تر څو له خپل شخص څخه اخوا فکر وکړو، د ماشوموالي هغه احساس چې نړۍ زما چاپيره راڅرخي د ښې ژبې له کبله ښايي کنټرول شي، او همدا دليل دي چې بشري کلتور تل هڅه کوي خپل اولاد ته د غښتلې ژبې ميراث پريږدي.

ژبه په انساني مغزو کې په جنيتيکي توګه نغښتل شوي وي، دا چې څومره نغښتې ده ممکن دا موضوع يو څه اختلافي وي، خو دا ټول مني چې د ژبې استعمال د انسان په مغزو کې له پيدايښته ور زده شوي وي، دا په کلي توګه له چاپيرياله يو زده کړه ييزه مهارت نه دی، خو د ژوند په اوږدو کې له ټولنې سره د راکړې ورکړې له لارې ښه کيدای شي.

بيلابيلو څيړنو ښودلې چې انسان له پيدايښته د ژبې زده کړې او استعمال لپاره په جنيتيکي توګه له مخکې عيار شوې وي. يو دليل يې د مغزو ټاکلې ساحې د ژبې پر توان څرګنده اغېزه لري (د دې برخې يو ډول زيان کې خلک نه پوهيږي چې څه وايي، نور ټاکلي ډول لغتونه نشي کارولې، بل ډول کې جملې نيمې پريږدي، او داسې نور). لدې بريښي چې ژبه يوازې ټولنيزه مهارت نه دی، بلکه زموږ مغزو د ژبې زده کړې په لور وده کړې ده، بل دليل دا هم دی چې ماشوم په هر کلتور او نړۍ په هره څنډه کې وزيږيږي نو له کوچنيوالي ځان سره بړيږي او مهمه نه ده چې هغه کلتور دې ژبه ولري خو ماشوم له وړوکوالي د تکلم توان لري، يعنې الله دا توان يوازې انسانانو ته ورکړې چې وغږيږي او پوه شي.

هره ژبه په خپل ژوند او وده کې بدليږي، هغه ژبه چې له نن لس نسله وړاندې کاريده نن يې څوک په هغه ګرامر او قافيه نه کاروي، زموږ پښتو تر ډيره د عربي او فارسي تر اغېزې لاندې وه، چې اوس دا حالت ورو ورو هندي او انګليسي په لور روان دی، زموږ راتلونکې ژبه ممکن د انګليسي ډير توري ولري، پداسې حال کې چې زموږ په ګاونډ کې هیڅ هېواد انګليسي نه وايي او نه موږ له انګريزانو سره دومره راکړه او ورکړه لرو، خو پر نړۍ د انګليسي اغېزه تر ټولو څرګنده ده او لدې اغېزې موږ ځان نشو پټولی.

څرنګه چې پر ژبه ميليونونه خلک ګړيږي نو همدا ډيروالی د دې سبب ګرځي چې هر شخص ژبې ته يو څه وروپيژني او څومره چې د شخص نفوذ ډيريږي په همدې اندازه يې پر ژبه اغېزه هم ډيريږي، يو وخت په جمله کې غبرګه نفي (منفي) ښه ګڼل کيده، نن يو نه کفايت کوي، له نن درې زره کاله وړاندې پر فرانسوي څوک نه پوهيده ځکه چې نه وه يوازې لاتيني وه، نن لاتيني تر ډيره له منځه تللې خو فرانسوي د ملګرو ملتونو له اوو ژبو څخه يوه ده او ميليونونه ګړيدونکي لري.

stack of books on white table

سره لدې چې ژبې په دوامداره توګه بدليږي، خو ضرور نه ده چې دا بدلون دې د ودې په لور وي، ځکه خو موږ د ژبې بدلون منو خو له وخت سره يې وده نه منو، دا تر ډيره د ژبې ويناوالو مسؤليت دی چې خپلې ژبې دا بدلون د ودې په لور رهنمايي کړي، لکه نن د يونسکو شمېرو پر بنسټ موږ نږدې اووه زره ژبې لرو، او د دې پيړۍ تر پايه داسې انګيرل کيږي چې لدې ژبو څخه به يې نيمايي ورکې شي، اوس سره لدې چې ټولې ژبې بدليږي خو هغه چې بنسټونه يې غښتلي نه وي ډير ژر به له هستئ له منځه ولاړې شي.

ژبه عموماً د پنځو اړخونو څخه بدليږي:

۱. د ژبې تلفظ په دوامداره توګه بدليږي.

۲. ګرامر د ژبې د ټولنې او نورو ژبو په رڼا کې بدليږي.

۳. متلونه په دوامداره توګه پر ژبو ورډيريږي او پخواني چې استعمال ونه لري له کاره غورځيږي.

۴. اختصار، د ژبې ټکي په دوامداره توګه لنډيږي، لدې کبله د ليکلي او غږيدونکي ژبې تر منځ اکثراً توپيرونه وي، لکه ماد ګل په محمد ګل او بيرته اوړي.

۵. ټکو ټولنيزه معنا په دوامداره توګه بدليږي، که نن چا ته واياست چې شمېره دې راکړه نو پخپله پوهيږي چې ټليفون شمېره يې غواړئ. نن آدرس له فزيکي آدرس سره د بريښنايي آدرس په معنا هم اخيستل کيدای شي.

انسان ناطق ځناور دې، موږ غږيږو، انساني غږيدا د نورو ځناورو له چيغو څو اړخيزه توپير لري. يو تر ټولو مهم توپير ټول ځناور يو غږ يو پيغام په اصل ارتباط نيسي، دا پدې معنا شو چې د اصل پيغامونو شمېر ډير محدود وي، که د نوي پيغام اړتيا شي نو بايد نوې غږ هم کشف شي. له لومړي څو لسګونو غږونو وروسته نوره سختيږي چې نوي غږونه کشف شي او بيا د اړتيا پر مهال هغه غږونه په ياد هم پاتې شي.

انساني ژبه له محدودو غږونو د نامحدوده پيغامونو رامنځته کولو پر اصل کار کوي. په عادي انساني ژبه کې هم له ديرشو تر څلويښتو ځانګړي غږونه وي، دا غږونه په ځنځيري توګه سره يوځای کيږي او لامحدوده ټکي جوړوي، آن انساني ماشوم چې په يوه وخت کې يوازې يو غږ کاروي هم د تکلم له ډيرو پيچلو ميکانيزمونو کار اخلي.

لدې پرته، موږ د جملې جوړولو توان هم لرو، چې په محدود لغتونو سره لامحدوده پيغامونه رامنځ ته کوو، دا ډير بنسټيزه توان زموږ ژبې د دې وړ ګرځوي چې ډير پيچلي پيغامونه په مناسبه او احسنه طريقه بيان کړو، که سړی ورته فکر وکړي نو دا سيسټم هيڅ محدوديت نه لري، او په اصل کې هر څه هر چا ته ويل کيدای شي.

خو کله چې خبره لغتونو او مفکورو بیانولو توان او امکان ته راشي نو حالت بدلون مومي، زموږ د هر څه بيانولو توان د ژبې لفظي غنا محتاجيږي. د نړۍ په هره ژبه کې د نوو لغتونو جوړولو يا له نورو څخه د پور وړلو توان لري، نو په نظري توګه هره ژبه بايد وکولای شي چې د هر څه لپاره نوم/لغت ولري، خو په حقيقت کې ژبې په خپل منځ‌ کې پراخه توپيرونه لري. د ژبې لغتونه او اصطلاحات د هغې کلتور او سيمې پر بنسټ وي چې ژبه پکې رواج وي، يوه ژبه چې په دوه بيلابيلو سيمو کې کاريږي به دوه له يو بل بدل د لغتونو پانګه ولري، نو ځکه په مختلفو کلتورونو کې غږيدونکې ژبه مختلف لغتونه او اصطلاحات لري.

دا بحث پر دې رانغاړو چې ژبې پر پوهه او علمي زيرمو غني کيږي او دوامداره بدليږي، هغه ژبې پاتې کيږي چې له زمانې سره برابره پوهه ولري، بدلون منونکی وي او له ځان سره د بيان لپاره اړونده پوهه او علمي زيرمه ولري.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply