د فعاله کسانو ترور او تر شا یې لاسونه

سیدعبدالله پاچا

0 572

له تیرو دوه میاشتو راهیسې طالبانو په ښارونو کې د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو پيژندل شویو څېرو ترور پیل کړی او نږدې هره ورځ یوه پېښه کیږي چې یو یا څو کسان پکې شهیدان کیږي.

د ترور دا پېښې اکثریت یې د نښلول کیدونکي ماینونو له کبله دي چې وروستۍ پېښه یې کابل کې د ضیاء ودان موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه وه چې له دوه نورو ملګرو سره پکې شهید شو.

له ټولو سره پوښتنه ده چې دا پېښې څوک د څه لپاره کوي؟

خو ځواب ډاګیز دی چې دا هر څه طالبان د دې لپاره کوي چې پر حکومت فشار راشي، واکمني یې وننګول شي او خلک یې د امنیت ساتلو کې پاتې وبولي.

د طالبانو بل هدف دا دی چې تر څوک خلک پر حکومت فشار راوړي چې د سولې خبرې هر څومره چټکې ترسره کړي او هر ډول غوښتنې په دې پروسه کې د طالبانو ومنل شي، نور خو هر څه ښکاره دي چې د طالبانو ټولې غوښتنې د اسلام اباد دي.

د طالبانو په لوړه کچه بحثونه دا دي چې د ترور دا لړۍ دې دوام پيدا کړي چې خلک له اوسني نظام یا حکومت څخه زړه توري شي او په هر قیمت چې وي د سولې خبرې بریا ته ورسوي.

طالبان په ډيره سپين سترګۍ سره له دې پېښو څخه منکر کیږي.

طالبانو پخوا د ورته پېښو مسوولیت منلو، د خبریالانو ترور، پر رسنیو بریدونه، دا ټول طالبانو منلي او ښکاره خبرداری یې ورکړي دي، خو اوس ځکه د دې پېښو مسوولیت نه اخلي چې له امریکا سره یې د تاوتریخوالي کمیدو هوکړه کړې.

طالبان د دې لپاره راپورته شوي او تمویل کیږي چې څنګه کیدلی شي افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته کړي، خلک ارام ژوند و نه لري او هرکله دا ډار ورسره وي چې نن به یې څوک وژني او یا سبا.

د طالبانو مشرانو د دې ترور او چاودنو پایله ترلاسه کړې چې ښه ده او د دې د دوام لارښوونه یې کړې ده.

طالبانو په دې پلان کې د پاکستان شاباسی هم ترلاسه کړی او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې ترې کړې چې تر دې وروسته قومي مشران او دیني عالمان هم په نښه کړي.

طالبان که هر څومره په دې ډول پېښو کې لاس لرل رد کړي، خو له مسوولیت ځان نه شي خلاصولی، طالبان د تاوتریخوالي لپاره کار کوي او هیڅکله حاضر نه دي چې اوربند وکړي، یواځې اوربند کولی شي د افغانانو ژوند ارام کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply